آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پانګونې جذب او د افغانستان برېښنا انرژۍ ملاتړ کنفرانس کې، د لوېدیځ له لوري بانکي محدودیتونه، افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې جدي خنډونه بللي دي. ملا عبدالغني برادر په دې کنفرانس کې ټینګار کړی، چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ په زیان دي او په خبره یې، ژر تر ژره باید لرې کړل شي.
په دې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بیا ویلي، چې افغانستان د سیمې د وصل نقطه ده او په خبره یې، د سیمې په نښلېدو کې مهم رول لري او غواړي د بېلابېلو پروژو له لارې، هېوادونه سره ونښلوي. ښاغلي متقي ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان دروازه د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر مخ خلاصه ده او اسلامي امارت د متوازن سیاست پر بنسټ، له ټولې نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
ملا عبدالغني برادر په دې کنفرانس کې زیاته کړه: «ر ټولو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو مالي بنسټونو غږ کوم، چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي. دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.»
امیرخان متقي په دې کنفرانس کې وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن سیاست له مخې د اړیکو غوښتونکی دی او دا چې نن سبا بهرني پانګوال راځي او په اقتصادي برخو کې پانګونه کوي، دا د دغه سیاست یوه ښکاره بېلګه ده.
په ورته وخت کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ټینګار کړی، چې افغانستان د متوازن سیاست له مخې، ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو جوړولو غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د نورو په چارو کې مداخله نه کوي او نه به هم چاته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په چارو لاسوهنه وکړي.
ښاغلي حنفي هغو هېوادونو ته په خطاب کې، چې افغانستان کې یې پر تحمیلي جګړه پانګونه کوله ویلي، چې اوس دې پر انرژۍ، کانونو، ټرانزیټ او نورو هغو برخو پانګونې وکړي او د افغانستان په بیارغونه کې دې ونډه واخلي.
له دې سره هممهاله، د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر په دې کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان کې بېلابېلې سرچینې د زرګونه مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري. عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «افغانستان د انرژۍ تولید ګڼې سرچینې لري، زموږ ګاونډي باید اندېښنه ونه لري، که موږ یو بوتل اوبه ولرو، داسې به ونه کړو، چې ټولې موږ استفاده کړو، بلکې هغوی سره به یې هم شریکوي او په دې برخه کې دې ډاډه اوسي.»
د امارتي شرکتونو لوی رییس احمد جان بلال په دې کنفرانس کې زیاته کړه: «برېښنا د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده او نشتون یې د هېوادونو اقتصادي وده زیانمنوي. نن سبا ډېری هېوادونه په دې برخه کې پانګونې کوي، څو د خپلو هېوادونو د ودې زمینه برابره کړي. له بده مرغه چې تېرو ۴۰ کلنو جګړو نه یوازې د افغانستان د برېښنا تولید مخه ډپ کړه، بلکې د شبکو د ساتنې او مراقبت چارې یې هم مختلې کړې.»
په دې کنفرانس د برېښنا شرکت او پانګوالو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید او تاسیساتو جوړولو او ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه هم لاسلیک شول. د دې ترڅنګ، د هغو پروژو عملي چارې هم پیل شوې، چې د برېښنا شرکت او ازبکستان ترمنځ د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره لاسلیک شوې وې. په دغو پروژو کې د سرخان – پلخمري د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي تمدید، د الوان دښتې د سبسټېشن پراختیا، د ارغندۍ سبسټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو تمدید او د دې سبسټېشن پراختیا شامل دي.