پاکستان کې د ۸ زره کانټینره توکو بند پاتې کېدل؛ ځینې توکي د له‌منځه تلو په حال کې دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره لیدنه کې، پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې سوداګرو ویلي، چې دا مهال د دوی شاوخوا اته زره کانټینرونه په پاکستان کې درول شوي او هم‌مهاله څلور زره صادراتي او تش کانټینرونه د پاکستان پر مسیر د افغانستان په خاوره کې بند پاتې دي.

په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د صنعت او سوداګرۍ له وزارت د دې ستونزو د هواري غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې پر یوه ټرانزیټي لار د افغانستان د تکیې کمولو په موخه، باید د نویو لارو پر پراختیا کار وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: «په دې ناسته کې د افغانستان سوداګرو وویل، چې د افغانستان اړوند شاوخوا اته زره کانتینره په پاکستان کې بند پاتې دي او همدارنګه شاوخوا څلور زره د صادراتي مالونو او تش کانتینره د پاکستان پر مسیر د افغانستان په خوا کې درېدلي دي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر سوداګر، چې د توکو بار لارۍ یې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته بندې پاتې دي، وایي چې ټول توکي یې د له منځه تلو په حال کې دي. دوی له مسوولینو غوښتي، چې ژر تر ژره لارې خلاصې کړي.

افغان موټر چلوونکی ستانکزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «څو ورځې کېږي چې زموږ موټر دلته بند پاتې دي. ډېری مو سبزي‌جات بار کړي وو؛ که څو ورځې نور هم همداسې دوام وکړي، ټول مالونه به خراب شي.»

پاکستانی موټر چلوونکی نصیر احمد بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې دروازې خلاصې کړي، د پولو په پرانیستلو زموږ ستونزې حل کړي او ژر تر ژره د خلکو لپاره ځمکنۍ لارې پرانیزي.»

د لارو تړلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې لوړو- ژورو ته په کتو، آیا په اوږدمهال کې پر پاکستان د افغانستان تکیه، اندېښنې زیاتولی شي او اسلامي امارت ته څه ډول تګلاره په کار ده، څو پر پاکستان د افغانستان تکیه کمه شي؟

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود د لارې بندېدو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایی: «له ۲۰۰۵ کال راهیسې موږ فعالیت وکړ. د دې مودې په ترڅ کې زموږ صادرات پاکستان ته شاوخوا څلور میلیونه ډالرو ته رسېږي. د یوې نږدې محاسبې له مخې، زموږ د ورځنیو صادراتو منځنی ارزښت پاکستان ته نږدې یو میلیون او پنځه سوه زره ډالر دی.»

د ویلو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو وړاندې، په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۳۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *