پاکستان سره د لارو بندېدو دوام؛ سیاسي فشار که ډیپلوماټیکه لوبه؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی، د ټرانزیټي لارو د بېرته پرانیستو په اړه د پاکستان سوداګرۍ وزارت وروستیو څرګندونو ته په اشارې وایي، چې پاکستان هېڅکله د دغو لارو د خلاصون نیت نه لري. ښاغلی الکوزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې پاکستاني چارواکو افغان سوداګرو ته ویلي، څو هغه توکي چې له نورو هېوادونو یې وارد کړي، بېرته همغه هېوادونو ته وګرځوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زیاتوي: «د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته لارښوونه کړې ده چې خپل مالونه بېرته همغو هېوادونو ته یوسي چې له هغه ځایه یې وارد کړي دي، او دا کار ډېر دروند لګښت لري، ځکه چې مالونه بیا مالیزیا یا جاپان ته لېږدول کېږي، او پاکستان هېڅکله نه غواړي چې له افغانستان سره سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.»

تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي لارو کې بند پاتې دي، د صادروونکو په غوښتنه دې بېرته وګرځول شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې تړاو زیاته کړې وه: «د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي، چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي لارو کې بند پاتې دي، د صادروونکو د غوښتنو پر بنسټ، کولی شي له هر بندر بېرته صادر شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنگ په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «که چېرې د پاکستان سوداګرو ته زیان ورسېږي، نو د ضمانتونو لپاره باید په رسمي ډول اقدام وشي. دا ضمانتونه کولی شي د پاکستان له لوري او د هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې چې موږ یې غړي یو، لکه د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)، د شانګهای همکاریو سازمان او نور معتبر سیمه‌ییز او نړیوال بنسټونه، مطرح او تعقیب شي.»

مطالب بیشتر:  د اوچا راپور ته د ا.ا غبرګون؛ د مرستندویه بنسټونو په چارو کې د لاس‌وهنې ادعاوې بې‌بنسټه دي

که څه هم اسلامي امارت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې پاکستان د افغانستان په څېر یو ستر بازار له لاسه ورکړی او همداراز منځنۍ اسیا هېوادونو ته د دغه هېواد لاسرسی هم محدود شوی او په خبره یې، د دې وضعیت دوام کولی شي، د دغه هېواد اقتصادي او سټراټیژیکې ګټې په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړي، په داسې حال کې چې هند هڅه کوي په سیمه کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه زیاتوي: «وروسته له هغه چې زموږ سوداګري له پاکستان سره بنده شوه، پاکستان عملاً خپل پنځم لوی بازار له لاسه ورکړ. سربېره پر دې، پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره هم سوداګري کوله چې هغه هم ودرېده.»

د ویلو ده، چې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د لارو تړل کېدو، دواړو خواوو ته د پام وړ اقتصادي پایلې لرلې دي. د سوداګریزو لارو بندښت چې د سیاسي ترینګلتیاوو، ګمرکي محدودیتونو او ټرانزیټي خنډونو له امله رامنځته شوی، له امله یې په کراچۍ، ګوادر او د پولې دواړو خواوو ته سلګونه سوداګریزې جوپې بندې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *