آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، اسلام آباد کې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو او شته خنډونو له منځه وړولو په پار، د اغېزمنو حللارو پر موندلو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د صادراتو زیاتوالي په موخه، د افغانستان پر ځینو سوداګریز توکو د تعرفې کمښت په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې د دواړو
آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترجیحي هوکړه، نن د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه د یوه کال لپاره لاسلیک شوه او دا هوکړه به د ۲۰۲۵ کال د اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټې عملي شي. پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې هوکړې له مخې به، پاکستان ته د افغانستان پر څلور قلمه توکو (انګور، انار، مڼې او رومیانو) او همداراز د پاکستان پر څلور قلمه توکو (ام، کینو، کیله او کچالو) تعرفې، چې له دې وړاندې څه باندې ۶۰ سلنه وې، ۲۷ سلنې ته راټیټې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد آفاق خبري آژانس ته وایي: «په دې غونډه کې دواړه خواوې هوکړې ته ورسېدې، چې د افغانستان پر څلور قلمه او همداراز د پاکستان پر څلور قلمه صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې تر چتر لاندې صادرېږي او دا هوکړه د یوه کال لپاره د عملي کېدو وړ ده.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دې هوکړې له لاسلیک وروسته، اسلامآباد کې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو او شته خنډونو له منځه وړولو په پار، د اغېزمنو حللارو پر موندلو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د صادراتو زیاتوالي په موخه، د افغانستان پر ځینو سوداګریز توکو د تعرفې کمښت په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه هم شوې، چې نږدې راتلونکي کې به عملي شي او په دې سره به سوداګرو او تولید کوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې سفر په اړه وایي: «همداراز په دې لیدنه کې د صادراتو زیاتوالي په موخه، د افغانستان پر ځینو صادراتي توکو د تعرفو کمښت په اړه بحث وشو. تمه ده په دې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي، چې نږدې راتلونکي کې به عملي شي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول، د افغانستان اقتصادي ودې په برخه کې مثبت ګام دي. دوی همداراز ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید په جدي توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي، څو افغانسان پر یوه لوري متکي ونه اوسي او په خبره یې، په دې سره به د هېواد اقتصادي ودې لپاره غوره فرصتونه برابر شي.
د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی آفاق خبري آژانس سره د دې سفر ارزښت او پاکستان سره سوداګرۍ په اړه داسې لیدلوری لري: «د تعرفو کمښت یوه مهمه موضوع ده، چې پاکستان باید په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي. پاکستان چې د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا لپاره، کوم ګامونه اوچت کړي، باید دا هم په پام کې ونیسي، چې دا پراختیا افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د زیانمنېدو لامل نشي. دوی باید د تازه خنډونو او په مرز کې د دوروازو له تړلو په کلکه ډډه وکړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی یونس ځدراڼ بیا په دې اړه وایي: «هغه څه چې زموږ لپاره ارزښت لري، دا دي چې زموږ هېواد باید د اقتصاد او ټرانزیټ په برخو کې له ډاډمنو لارو منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو سره ونښلول شي. په دې سره به زموږ سوداګر وکولی شي په آرامۍ او ډاډه زړه خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دوه اړخیزو ټرانزیټي او سوداګریزو مسایلو او همداراز د ترجیحي تعرفو هوکړې وروستي کولو په اړه، د خبرو اترو په پار، د روانې اونۍ دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ.