آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پاکستان ته د سفر په لړ کې، د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر ورورګلوۍ، تاریخي اړیکو، ګډو ګټو او د سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو ټینګار شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون (اپټا) تمدیدېدو، په ټرانزیټي برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د سوداګریزو توکو د قاچاق مخنیوي، له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر ۲۴ ساعته کېدل او د غلام خان بندر له لارې پر دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې شوې دي.
آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاته کړې: «په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو او تاریخي او اوږدمهاله اړیکو په اړه د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه ټینګار وشو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همداراز، اسلام آباد کې له افغان سوداګرو او کډوالو سره لیدنه کې، دوی ته د ستونزو هواري او بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی. نورالدین عزیزي ټینګار کړی، چې افغان کډوال دې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له معیارونو سره سم، په داوطلبانه او پتمنه توګه خپل هېواد ته راستانه کړل شي.
د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام زیاتوي: «په دې غونډه کې ښاغلي عزیزي د افغان کډوالو سره د اسلامي امارت په بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د کډوالو د رضاکارانه راستنیدو، بیا میشتیدنې او د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره پراخ اقدامات شوي دي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان ټرانزیټي توکو لپاره پاکستان یوه ښه بېلګه بولي او په دې باور دي، چې له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا، کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهگزین له آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وویل: «پاکستان د افغانستان ترمنځ او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د ټرانزیټ لپاره یو ښه ملګری کېدای شي. زه هیله لرم چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیټ او ټرافیکي ستونزو د حل لپاره دې اړیکو ته ځانګړې پاملرنه وشي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ (وري ۲۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ. د دې سفر موخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو هواری او همداراز هلته د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.