پاکستان بندرونه تړي، چین دروازې پرانیزي!

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له چین او پاکستان سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو په وروستیو کلونو کې له بیلابیلو پړاونو سره مخ شوي.

په داسې حال کې چې پاکستان د سوداګریزو بندرونو په پرله پسې تړلو سره د افغانستان د سوداګرۍ د ودې مانع شوی، خو بیجنګ په اقتصادي تعاملاتو کې د ثبات له ساتلو سره، د کابل پر باوري شریکانو بدل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، د روان زیږدیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، له چین سره د سوداګرۍ کچه ۷۴۵ میلیونه ډالرو ته رسیدلې چې له دې ډلې، ۱۸ میلیونه صادرات او ۷۲۷ میلیونه ډالره واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې تړاو وایي: « د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، له چین سره د سوداګرۍ کچه ۷۴۵ میلیون ډالرو ته رسیدلې، چې له دې ډلې ۱۸ میلیونه ډالر صادرات او ۷۲۷ میلیونه ډالره واردات وو. په صادراتو کې جلغوزي، د زردالو کښتې، او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي.»

په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دی چې چین کولای شي د افغانستان لپاره د پاکستان بدیل بازار وي.

دوي ټینګار کوي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دوه ګوني سیاست له مخې، پر پاکستان د افغانستان تیکه په تدریجي ډول راکمول یوه اړتیا ده.

دوی دغه راز وايي، چین کولی شي مناسب ځای ناستی و اوسي او د افغانستان د صادراتو او اړتیا وړ توکو د وارداتو لپاره ښه فرصتونه برابر کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش د یادې موضوع په اړه وایي: « دا اړینه ده چې زموږ د هیواد اقتصادي تمې او په پاکستان پورې تړاو په تدریجي او هدفمند ډول کمه شي، ځکه چې په تیرو پنځوسو کلونو کې، پاکستان تل د افغانستان په وړاندې دښمنانه او غیر عادلانه اقتصادي پالیسۍ غوره کړې، او دا په عمل کې څو ځله ثابته شوې ده.»

مطالب بیشتر:  الکوزی: ایران سره د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه باندې شلو ورځو راهیسې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ سوداګریز بندرونه تړلي او دا چاره لامل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ کمه شي او د دواړو خواو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه هم واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *