له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د تورخم سټراټیژیکه لار، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو شمېرل کېږي، تړلې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې لارې اوږدمهاله تړل کېدل، اوسمهال په یوه اقتصادي او سوداګریز ناورین بدل شوي دي.
پاکستانۍ اکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تورخم لارې تړل کېدو له امله، هره ورځ پاکستاني لوري ته شاوخوا دوه میلیونه ډالر زیان اوړي. د راپور له مخې، په تېرو نږدې ۱۲۰ ورځو کې د صادراتو نشتون له امله، د زیانونو شمېر له ۲۴۰ میلیونه ډالرو اوښتی دی. د دې ورځپاڼې په وینا، د دې لارې بندېدو، ځایي اکمالاتي ځنځیرونه، ترانسپورتي شبکې او ځایي بازارونه فلج کړي دي.
د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «په تورخم کې له ۱۵۰ زیات د ګمرکي تصفیې دفترونه تړل شوي او زرګونه کارګرانو د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده. سرحدي بازارونه هم له بېساري رکود سره مخ شوي دي. د پولې تړل کېدو پر بیو هم اغېز کړی دی. د افغانستان د وچو مېوو او کرنیزو محصولاتو صادرات درېدلي او په پاکستان کې یې د بیو د لوړېدو لامل شوی دی. په مقابل کې، هغه پاکستاني محصولات چې افغانستان ته صادرېدل، زېرمه شوي او تولیدوونکي یې له درنو زیانونو سره مخ کړي دي.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د تورخم لاندې بندېدو، پاکستاني لوري ته پراخ زیانونه اړولي دي. د دوی په خبره، دې چارې د پاکستاني پر کمزوري اقتصاد مستقیم اغېز کړی او یاد هېواد د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله سخت زیانمنېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی عیسی مبارزې په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان د افغانستان په پرتله ډېر زیانمن شوی دی، خو د دې لپاره چې موږ یو اوږدمهاله پلان ولرو، باید بدیلې لارې ولټوو. پاکستان فکر کاوه چې د لارو په بندېدو سره به، پر افغانستان فشار راوړي، خو خپله یې زیان ولیده.»
تورخم لار د تېر زېږدیز کال په اکتوبر په میاشت کې، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه. د دې نښتې په تعقیب، نه یوازې تورخم بلکې نور مهمې لارې لکه خرلاڅي، غلامخان، انګور اډه او چمن هم وتړل شوې. که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وشو، خو له څو پړاوه مذاکراتو وروسته، ترینګلتیاوې لا هم پر ځای او د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده.
