آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان له آفاق خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وايي، د کانونو په برخه کې شاوخوا ۴۰ سترې هوکړې شوې دي، چې عمده برخه یې د ایراني، قطري، چیني او ترکي شرکتونه له لوري په مسو، سربو، جستو او نورو معدنونو کې پانګهونه شوې ده.
نوموړی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې د سمنټو برخه کې هم د پنځو لویو پروژو هوکړې شوي دي. ښاغلی افغان له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندښت ته په اشارې ټینګار کوي، چې اوسمهال له افغانستانه هیڅ ډول سون توکي پاکستان ته نه صادریږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند آفاق خبري آژانس سره په دې مرکه کې وایي، چې تر دې دمه د هېواد د کانونو په بیلابیلو برخو کې شاوخوا ۱۷۰ زره کاري فرصتوته رامنځته شوي دي او په دې بهیر کې د افغان کارکوونکو ګومارنه لومړیتوب دی. ښاغلی افغان په ډاګه کوي، چې د افغانستان د معدني توکو د صادراتو عمده بازارونه ایران، ترکیه، قطر او یو شمیر اروپايي هېوادونه دي.
