هرات ته د رشید مردوف سفر؛ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو ارزونه

د ترکمنستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه هرات ولایت ته د سفر پر مهال، د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې د ټاپي او ټاپ پروژو، د ګازو د ظرفیت لوړونې، د تورغونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ، د برېښنا لېږد برنامو، سیمه‌ییز اتصال او همدارنګه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

مردوف په دې لیدنه کې د تورغونډۍ–هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې د پانګونې او د برېښنا لېږد د ظرفیت لوړولو لپاره د ترکمنستان پر چمتووالي ټینګار کړی. دغه‌راز دواړو لورو د سیمه‌ییزو اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او د ګډو پروژو د سم مدیریت پر ارزښت هوکړه وکړه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وایي: «په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا د پروژو په اړه خبرې وکړې. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل چې د ټاپي پروژې پیل د افغانستان، ترکمنستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړې ده، او د سعودي عربستان د ډېلټا انټرنشنل شرکت هم په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. هغه همدارنګه د تورغونډۍ–هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې د پانګونې لپاره د ترکمنستان چمتووالی اعلان کړ او زیاته یې کړه چې په عملي ډول کار په تورغونډۍ کې پیل شوی دی. نوموړي وویل چې هېواد یې له پنځو لارو افغانستان ته د برېښنا د لېږد او د هغې د ظرفیت لوړولو لپاره هم چمتو دی.»

مطالب بیشتر:  افغانستان سره د آسیا پراختیایي بانک ۲۷۰ میلیونه ډالره مرسته

رشید مردوف هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم له وزیر او د هرات له والي سره هم لیدلي دي. د دغو لیدنو موخه د بنسټیزو پروژو د بهیر ارزونه، د تورغونډۍ بندر د ظرفیت لوړول، د سوداګریزو همکاریو پراختیا او د ټاپي پروژې د پرمختګ څارنه بلل شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د دې لیدنې په اړه زیاتوي: «د دې سفر په لړ کې افغان او ترکمن چارواکو په ګډه د تورغونډۍ بندر د بنسټیزو او پراختیايي پروژو له بهیر لیدنه وکړه او د بندر د ظرفیت لوړولو، د ترانزیتي اسانتیاوو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې. همدارنګه دواړو لوریو په ګډه د هرات ولایت کې د ټاپي سترې او مهمې پروژې د کار له بهیر څخه هم لیدنه وکړه.»

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو شنونکي باور لري، چې د ټاپي پروژه خورا حیاتي رول لري. د دې پروژې پلي کېدل به لسګونه زره کاري فرصتونه رامنځته کړي، افغانستان ته به د ګازو لاسرسی برابر او له ټرانزیټ به میلیونونه ډالر عاید ترلاسه شي. شنونکي زیاتوي، چې د دا ډول سیمه‌ییزو سترو پروژو عملي کېدل، د پانګونې په بازارونو کې د افغانستان باور پیاوړی کوي او د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ پراخوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا هرات ته د ترکمنستان لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سفر ته په اشارې وایي: «د دې پروژې په عملي کېدو سره به لسګونه زره کاري فرصتونه رامنځته شي، افغانستان به ګازو ته لاسرسی ومومي او هر کال به میلیونونه ډالر د ټرانزیټ له حق عاید ترلاسه کړي. همدارنګه، د دې ډول لویو سیمه‌ییزو پروژو تطبیق د پانګونې په برخه کې د افغانستان اعتبار زیاتوي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو باور پیاوړی کوي.»

مطالب بیشتر:  اروپایي ټولنې افغانستان، پاکستان او ایران سره ۱۲۶ میلیونه یورو بشري مرسته اعلان کړه

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د ترکمنستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ویډیویي غونډه کې د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کېدو پر همغږۍ ټینګار کړی و او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ یې د متقابلو سفرونو او دوه اړخیزو تعاملاتو د دوام غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *