د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال پرون د روان د کب میاشتې په څلورمه نېټه د یاد هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو خبرې کړې دي

ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته په ځینو سترو پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال پرون د روان د کب میاشتې په څلورمه نېټه د یاد هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه د اسلامي امارت سیاست بې‌طرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ بللی او ټینګار یې کړی، چې له مقابل لوري هم د ورته همکارۍ تمه لري.

خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له خولې راغلي، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې ده او ګاونډیو، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم ګواښ نشته.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع بللې او ازبیکستاني لوري ته یې مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د وسپنې پټلۍ پروژه کې چې ازبکستان له ایران او چین سره نښلوي، د پانګونې بلنه ورکړې ده.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې ښاغلي برادر د سالنګ لویې لارې د دوهم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړې او دا تونل یې د مرکزي او سویلي آسیا د نښلولو په برخه کې مهم بللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې ازبیکستاني لوري ته ډاډ ورکړل شوی چې سلامي امارت له تاشکند سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی.
ښاغلي برادر په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو او همدا راز د کابل او تاشکند ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه پر ګډ کار کولو هم ټینګار کړی دی.

د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو له پاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.

تمه ده ملا عبدالغني برادر تاشکند ته له دوه ورځني سفر وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد