آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال، سرپل کې د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج چارو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري او په خبره یې، دا سرچینې د هېواد لپاره اساسي او سټراټیژیک ارزښت لري. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې دا سرچینې کولی شي د اوږدمهاله پراختیایي پروژو د مالي لګښت تامینولو، د صنعت پراختیا او ملي عوایدو لوړوالي کې مهم رول ولري.
ملا عبدالغني برادر همداراز زیاته کړې، چې په مسلکي او علمي توګه له دغو سرچینو ګټه اخیستنه، د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ زمینه برابرولی شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په هېواد کې له موجودو طبیعي زېرمو څخه د اعظمي استفادې په موخه باید یوازې د خامو موادو پر صادراتو اکتفاء ونه کړو؛ بلکې د هېواد دننه د پروسس او تولید فابریکې جوړې کړو ترڅو کاري فرصتونه زیات او داخلي صنعت قوي کړو.»
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبره، د سرپل بلخاب ډبرو سکرو کان، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج چارې روانې دي، د مسلکي استخراج لپاره یې شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کیندل شوي، چې اوسمهال پکې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په کار مصروف او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.
د اقتصادي چارو شنونکی استاد مسعود بیا د ملي پراختیا شرکت ته د ډبرو سکرو د تړون ورکړې په اړه وایي: «د ډبرو سکرو او تنویلي سرچینو پیسې ترلاسه کوي. دا پیسې د ماشین او ترمینل جوړلو په برخه کې لګوي، څو کار په ښه توګه ترسره شي. زه ټینګار کوم، چې که دا پروګرام عملي شي ښه نتیجه ورکولی شي او ملي پراختیا شرکت هم امتحان ورکړی، چې د داسې کار وړتیا لري.»
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د کانونو استخراج او په دې برخه کې د پانګونې ارزښت ته په اشارې سره وایي، چې په اغېزناکه او اصولي توګه د دغو سرچینو استخراج، نه یوازې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري، بلکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي او همداراز د بېوزلۍ کچه ورسره ټیټېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال بیا د کانونو استخراج په اړه داسې لیدلوری لري: «د کانونو په استخراج سره، که هر ډول کانونه وي، کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې رول ولري او د دې کانونو په استخراج سره کولی شو د هېواد اقتصاد له اوسني بحرانه وژغورو.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان، د خپلو پراخو او ارزښتناکو معدني زیرمو په لرلو سره، وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو پام را اړولی او د استخراج په برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.