مسکو سره سوداګریزو اړیکو کې بې‌ساری پرمختګ؛ کابل به هر کال دوه میلیونه نفتي توکي وارد کړي

د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته په پام سره، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر ویلي، چې افغانستان پلان لري هر کال له روسیې دوه میلیونه ټنه د انرژۍ محصولات وارد کړي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر په یوه بیان کې زیاته کړې، له دې ډلې به یو میلیونه ټنه اوبلن هایدروکاربن ګاز او پاتې نور به ډیزل او پټرول وي. هغه همدارنګه ټینګار کړی چې له روسیې افغانستان ته د انرژۍ لېږد به د رېل‌پټلۍ او سړکونو له لارې وشي.

په افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان هر کال د دوه میلیونه ټنو روسي تېلو د پېرلو لپاره یو وړاندیز کړی دی. له دې ډلې به یو میلیون ټنه اوبلن هایدروکاربن ګاز وي او پاتې به یې ډیزل او پټرول وي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان، په سیمه کې تاوتریخوالي ته په اشارې خبرداری ورکوي، چې د منځني ختیځ تاوتریخوالی ښایي پر افغانستان غیر مستقیم منفي اغېز ولري. دوی ټینګار کوي چې د بهرنیو اړیکو تنوع او له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراخول، د دې پایلو د کابو کولو او د هېواد د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره یوه اغېزمنه لار ده.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې، په ځانګړي ډول د کارګرانو لېږد او تېلو واردولو په برخو کې پراخې شوې دي. تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، ویلي وو چې افغانان د روسیې انرژۍ، په ځانګړې توګه د پټرولو او ډیزلو پېرلو ته لېوالتیا لري.

مطالب بیشتر:  چابهار بندر؛ د افغانستان اقتصادي ودې لپاره نوی فرصت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *