آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان ته د قرغیزستاني پلاوي د سفر په لړ کې په کابل کې د یاد هېواد د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په وینا، د سوداګرۍ خونې پرانیستل د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام دی، چې د همکارۍ پراختیا، د سوداګریزو تبادلو زیاتولو، د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او ګډې پانګونې هڅولو لپاره به زمینه برابره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي:«د دې سوداګریزې خونې پرانیستل د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام دی او د همکارۍ پراختیا، د سوداګریزو تبادلو زیاتولو، د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانتیا او د ګډو پانګونو هڅولو لپاره لاره هواروي.»
د قرغیزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستلو سره سم، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي په اړه بحث وکړ، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ شته پراخو ظرفیتونو په پام کې نیولو سره، د ځانګړو صادراتي توکو په نښه کول، د ټرانزیټ پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسول، د بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبول او د نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو جوړول شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د مهمو مسایلو له هغې ډلې د سوداګرۍ کچې زیاتول، د دواړو هیوادونو ترمنځ شته پراخ ظرفیتونه په پام کې نیول، د ځانګړو صادراتي توکو په نښه کول، د ټرانزیټ پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسولاو د بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.»
په ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه قرغیزستان سره د اړیکو پیاوړتیا کولی شي غوره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
دا لیدنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو له کمښت سره افغانستان هڅه کوي د خپلې سوداګرۍ د پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره بدیلې لارې وکاروي.
