آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري، وایي چې اقلیمي بدلونونو او د کډوالو لویې څپې ته په کتو، دا مهال افغانستان تر ډېره بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي نظري آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې یو ځل بیا افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستې له کوم قید او شرط پرته دوام ورکړي، څو موږ وکولای شو ورو ورو د هېواد له روانو ننګونو سره مقابله وکړو.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال داسې مهال د نړۍوالو مرستو پر دوام ټینګار کوي، چې د کډوالو نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پارک ویلي، چې افغانستان دا مهال په یوه وخت کې له درېیو جدي بحرانونو سره مخامخ دی. د مېرمن پارک په وینا، په جبري توګه د کډوالو را ایستل، اقلیمي بدلونونه چې وچکالي یې رامنځته کړې او د بشري مرستو لپاره د بودجې کمښت هغه ننګونې دي، چې د افغانستان پر خلکو یې ناوړه اغېز کړی دی.
د کډوالو نړۍوال سازمان مشره میهیونګ پارک په دې اړه زیاته کړې: «په جبري توګه د کډوالو را ایستل، اقلیمي بدلونونه او د بشري مرستو لپاره د بودجې کمښت، د افغانستان پر خلکو ژور اغېز کړی دی.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، په خپل درې میاشتني راپور کې چې یوه کاپي یې آفاق خبري آژانس ته رسېدلې، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې، ۱۶.۸ میلیونه کسانو لپاره مرستې په پام کې نیول شوې، چې ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو په خبره یې، د اګسټ میاشتې تر ۲۷مې نېټې توانېدلي د دې مرستو یوازې ۲۷.۱ سلنه بودجه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د درې میاشتني راپور په یوه برخه زیاته کړې: «په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې، موږ ۱۶.۸ میلیونه کسانو لپاره د رسیدنې پلان لرو، چې دا کار ۲.۴۲ میلیارده ډالره بودجې ته اړتیا لري، خو د اګست تر ۲۷مې نېټې پورې موږ یوازې ۲۷.۱ سلنه بودجه برابره کړې ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د نړیوالو مرستو محدودیدل نه یوازې د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي، بلکې د هېواد پر عمومي وضعیت هم تاثیر لري؛ که هغه د پولي نظام په برخه کې وي او یا هم مالي برخه کې، دا ټولې برخې تر اغیز لاندې راولي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام اجراییوي رییس او عملیاتي مدیر مرستیال ویلي، چې وچکالۍ په افغانستان کې شرایط لا سخت کړي او په خبره یې، دا چاره د دې لامل شوې چې میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. هغه همداراز زیاته کړې، چې دوه کاله وړاندې یې افغانستان کې لس میلیونه کسانو ته مرستې کولې، خو اوس دا شمېر شاوخوا ۱.۵ میلیونه ته راټیټ شوی دی. د کارل سکاو د خپلو څرګندونو یوه برخه کې زیاته کړې: «دوه کاله وړاندې موږ لس میلیونه کسانو ته مرسته رسوله، خو نن دا شمېر کابو یو میلیون ته را ټیټ شوی دی.»
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې د کډوالو د زیاتوالي، وچکالۍ او طبیعي آفتونو په پام کې نیولو سره، کولای شي د افغانانو د ژوند د ښهوالي لپاره ډېر مهم رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کلونو کې افغانستان له ګڼو اقتصادي، بشري او چاپېریالي بحرانونو سره مخ دی. پرلهپسې وچکالۍ، د بیکارۍ زیاتوالی، د بهرنیو مرستو کمښت او په جبري توګه د کډوالو را ایستل، د افغانانو پر ژوند خورا زیات فشار راوړی دی.