آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ له پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دمګړۍ له ټولو اروپايي هېوادونو سره د ایران د سوداګرۍ د کچې پر پرتله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې ده.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ایران باید پر افغانستان لا ډیر تمرکز ولري او د ایران سرحدي ولایتونه کولی شي د سوداګریزو اړیکو پراختیا کې مهم رول ترسره کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي:«زموږ سوداګري له افغانستان سره په حقیقت کې له ډیرو اروپایي هیوادونو سره د سوداګرۍ په پرتله ډیره ده. موږ باید افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړو. همدارنګه، له افغانستان سره زموږ سرحدي لارې کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې خورا مهم رول ولوبوي.»
نړیوال بانک هم په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان سره د بندرونو له تړل پاتې کېدو سره سره د افغانستان صادراتو ۱۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د یاد بانک په راپور کې راغلي چې په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د بندرونو له تړلو وروسته د افغانستان سوداګرۍ د لیږد رالیږد په لارو کې له جدي ګډوډۍ سره مخ شوط، خو سوداګر بریالي شول، د صادراتو او وارداتو لپاره د ایران او منځنۍ آسیا لاره غوره کړي چې دا چاره د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شوې.
د نړیوال بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي چې:« د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د افغانستان سوداګریز کسر په میاشتني ډول یو سلنه کم شو او ۰.۸۸ ملیارد ډالرو ته ورسید. دا کمښت په عمده توګه د صادراتو ۱۳ سلنه زیاتوالی او ۲۶۷ میلیونه ډالرو ته رسیدل او په وارداتو کې د یو څه زیاتوالی له امله وو. »
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنګ وايي:«د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یو نوی او هیله بښونکی فصل پرانیستل شوی دی. دا اړیکې، په ځانګړې توګه د ټرانزیټ په برخه کې، د افغانستان لپاره خورا ګټورې او مخکښې کېدای شي. له دې فرصتونو څخه په اغیزناکه توګه ګټه پورته کولو لپاره، یو ځانګړي پروګرام او پلان ته اړتیا ده.»
له ایران، هند او منځنۍ آسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ له زیاتوالي سره د اقتصادي چارو ځینې شنونکي داسې لیدلوري لري.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له پرې کېدو وروسته، ایران او هند د افغانستان لپاره پر ښو اقتصادي بازارونو بدل شوي دي.
