آفاق خبري آژآنس د روان لمریز کال د (سه شنبه، کب ۷مه) د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو، د رسنیو مسوولینو، سیاسي کارپوهانو او خبریالانو په حضور سره، په رسمي توګه پرانیستل شو.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دغو مراسمو له ویناوالو څخه و.
هغه د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره وویل: «اسلامي امارت وروستیو کلونو کې پرمختګونه کړي، انفلاسیون کنټرول شوی او دا مهال افغانۍ د سیمې په کچه خپل ثبات ساتلی دی.»
د اقتصاد وزارت همداراز زیاته کړه: «د اقتصادي فشارونو، بنډیزونو او بانکي محدودیتونو سربېره، د قوش تېپې په څېر د سترو پروژو چارې د ملي عوایدو پر مټ، پرته له بهرنیو مرستو مدیریت شوې دي.»
ښاغلي نظري د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د رسنیو ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان دښمنان په بېلابېلو نومونو هڅه کوي زموږ ملي یووالي ته زیان ورسوي. هغه زیاته کړه: « د افغانستان دښمنانو ته نباید اجازه ورکړو، چې په یوه او بل نوم زموږ یووالي او یو موټي کېدو ته زیان ورسوي؛ رسنۍ باید د دا ډول دسیسو پر وړاندې ودرېږي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «اسلامي امارت د رسنیو له سالمو نیوکو هرکلی کوي، رسنۍ باید د کمرزوریو ټکو ترڅنګ، مثبتو ټکو او لاسته راوړنو ته هم انعکاس ورکړي.»
د اسلامي امارت دا لوړپوړی چارواکی په اوسنیو شرایطو کې رسنیزې جګړې ته په اشارې سره وویل، چې دا مهال هېوادونو نرمې جګړې ته مخه کړې او هڅه کوي له دې لارې د نورو هېوادونو مشران ځان پورې وتړي.