سوداګرۍ وزارت: د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته غالۍ صادرې شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې په ۲۰۲۴ میلادی کال ۳زره ۹۶۰ تنه غالۍ د څه باندې ۱۵ میلیونه او ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت بهر ته لیږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې یادې غالۍ پاکستان، ایران، ترکې، ترکمنستان، ازبکستان، آلمان، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي امارات او سعودی عربستان لیږدول شوي دي.

آخندزاده عبدالسلام جواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړ: «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د غالیو صادرات ۳۹۶۰ ټنه د ۱۵ میلیونه ۳۶۱ زره ډالر په ارزښت و او پاکستان، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، متحده ایالاتو، هند، کاناډا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته صادر شوي دي. »
.
له دې سره هم مهاله اقتصادي کار پوهان د غالیو صعنت د پانګونې یوه ښه سرچینه یادوي او د دې برخه پیاړې کول د بهرنیو اسعارو جذب، د کاري زمینو برابرول او د اقتصاد پراختیا کې مهم بولي.
د اقتصادی چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا آفاق ته وویل: «د غالیو د صادراتو زیاتوالی درې پایلې لرلی شي. لومړی، دا کولی شي دندې او کارموندنې ته زمینه برابره کړي لکه څنګه چې بهرنیو هیوادونو ته د غالیو صادرات زیاتیږي، هیواد ته به د بهرنیو اسعارو جریان زیات شي او دا به موږ سره په اقتصادي وده کې مرسته وکړي. »

د اقتصادي چارو بل شنونکی ایرج فقیری وایي: «د ملي پانګونې په برخه کې کولای شئ د لاسي صنایعو لکه غالۍ په برخه کې پانګونه وکړئ، چې د کارموندنې په برخه کې او د افغانانو د مناسبې اقتصادي ودې په برخه کې اوږدمهاله مرسته کولای شي او د کورنیو پانګونو د هڅونې او په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو لپاره یو مناسب پلټفارم رامنځته کولای شي. »

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۲.۳ میلیون کیلوګرامه غالۍ د ۸.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان، ترکیه، متحده عربی امارات ، ازبیکستان، ایټالیا امریکا، هند، چین او نورو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد