سوداګریز بن بست؛ د پاکستان د ټرانزیټي فشارونو له دوامه د کابل خبرداری

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مسله نه ده حل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د راکړې ورکړې په بهیر کې د پاکستان له لوري رامنځته شوې ستونزه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر د ټکنیتوب لامل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام وایي، د دې وضعیت دوام د دواړو لورو په زیان دی چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو او خصوصي سکتور ترڅنګ خلک هم ترې زیانمن کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې سوداګرۍ او ټرانزیټ نه باید له سیاسي مسایلو اغیزمن شي او د کابل او اسلام آباد ترمنځ یې د سوداګرۍ د عادي لړۍ د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د یادې موضوع په اړه آفاق خبري آژانس ته وایي چې: «د پاکستان له لوري رامنځته شوې ستونزې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ټکنی کړی او دا وضعیت زموږ سوداګرو او خصوصي سکتور ته، همدارنګه د پاکستان خصوصي سکتور او خلکو ته زیان رسوي. موږ تل غوښتل چې سیاسي مسایل له اقتصادي مسلو څخه جلا وي او د افغانستان سوداګري له هیڅ هیواد سره ونه درول شي. تر دې دمه، زموږ سوداګري له بیلابیلو لارو روانه ده او موږ له نورو ګاونډیو هیوادونو سره کومه ستونزه نلرو. موږ چمتو یو چې د سیمې له ټولو هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دمګړۍ له افغانستان سره سوداګریز ټرانزیټ بند دی او د امنیتي وضعیت تر بشپړې ارزونې به دوام ولري.

طاهر حسین اندرابي ټینګار وکړ چې دمګړۍ له کابل سره هیڅ ډول ټرانزیټ نه ترسره کیږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وایي: «د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ تړل شوی او نه ترسره کیږي. دا د هغو عواملو له امله دی چې تاسو پوهیږئ. سوداګریز ټرانزیټ به تر هغه وخته پورې تړلی وي تر څو چې امنیتي وضعیت ارزول شوی نه وي. موږ د سوداګرو لپاره له رامنځته شویو ستونزو سره خواخوږي کوو. عام خلک هم د توکو د کمښت له امله اغیزمن شوي دي، خو د پاکستانيانو ژوند د هر ډول سوداګریزو توکو په پرتله ډیر مهم دی. له همدې امله، موږ باید د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ او زموږ امنیت لپاره روښانه لومړیتوب ولرو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر د دې موضوع په اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ به بې له شکه اقتصادي پایلې ولري او حتی په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره منفي پایلې لرلی شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پرې کول دواړو خواوو ته زیان رسولی شي.»

د اقتصادي چارو ځينې نور شنونکي، باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې کولی شي د دواړو هېوادونو پر اقتصاد منفي پایلې ولري.

د دوی په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې بندیدل او د توکو او خدماتو محدودیدل کولی شي د سوداګرۍ د ګټې د کموالي، بیو د لوړیدو او پر کورني بازر د فشار لامل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم وایي:« د تورخم بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ اصلي لاره ده، او تړل یې هره ورځ په میلیونونو ډالر زیان رسوي. دا وضعیت کولی شي صادرات ودروي، توکي خراب کړي او د بندر دواړو غاړو ته بیې لوړې کړي. افغانستان د توکو له کمښت سره مخ دی او پاکستان د خپلو سرحدي سیمو اوسیدونکو ته د ګمرک عواید او دندې له لاسه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو ترینګلتیاوو وروسته د چمن، انګور اډې او تورخم په څیر مهم بندرونه تړلي پاتې دي او دې وضعیت د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی، په داسې حال کې چې تمه وه په دوحه کې له شوې هوکړې سره به دا بندرونه پرانیستل شي او سوداګریزې او ټرانزیټي لارې به بیا فعالې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *