په هېواد کې د کان کیندونکو د ځاني تلفاتو په دوام، تازه د سمنګان ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې د درهصوف بالا ولسوالۍ د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله درې کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان د امنیې قومندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، ویلي چې دغه پېښه پرون (چهارشنبې د سلواغې ۲۴مه) د درهصوف بالا ولسوالۍ اړوند، لیله کلي کې رامنځته شوې ده.
د رحماني په وینا، دا پېښه د مېتان ګاز چاودنې له امله هغه مهال رامنځته شوې، چې کارګران د سکرون کان د ننه په کار بوخت وو.
د سمنګان د امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د درېیو کارګرانو جسدونه له خاورو را ایستلي او کورنیو ته یې سپارلي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د سمنګان د سکرو کان کې چاودنه د کان کیندونکو ژوند اخلي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت د سکرو په کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې کان کېدونکي یې له ګواښونو سره مخ دي، بلکې په نوره نړۍ کې هم کان کېدونکي له ورته خطرونو سره مخ او ډېری مهال په کانونو کې د چاودنو له امله کارګرانو ته مرګ ژوبله اوړي.
