آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري، روسیې ته د اسلامي امارت پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي. ښاغلی نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د اسلامي امارت پلاوي له روسي چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول تخنیکي او انجینرۍ خدمتونو، بنسټیزو مسایلو، کرنې او انرژۍ اړونده مسایلو رغنده خبرې کړې دي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي، چې په دې لیدنو کې همداراز د افغانستان ټرانزیټي موقعیت پراختیا، د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو توکو په راکړه ورکړه کې زیاتوالي او په افغانستان کې د سترو پروژو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.
عبداللطیف نظري په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه:«روسیې ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت او فساد له منځه وړلو له امله، لوړ اقتصادي او سوداګریز ظرفیت لري. موږ لوړپوړو روسي چارواکو سره په جلا- جلا لیدنو کې د تخنیکي او انجینرۍ خدمتونو، بنسټیزو مسایلو، کرنې او انرژۍ اړوند مسایلو مثبتې او رغنده خبرې درلودې.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو شنونکي سترو اقتصادي هېوادونو ته د اسلامي امارت د پلاوو سفرونه او په نړۍوالو غونډو کې ګډون د هېواد اقتصادي ودې لپاره تر ټولو غوره لار بولي. د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په ټوله کې، زه باور لرم چې د اسلامي امارت اقتصاد محوره سفرونه، د سیمې او نړۍ لپاره خورا مهم دي. له یوې خوا، دا سفرونه کولی شي موږ له اقتصادي ستونزو را وباسي او له بلې خوا کولی شي د پانګونې راجلبولو ته لاره هواره کړي. د دې ترڅنګ دا ډول ګامونه د افغانستان د خصوصي سکتور او د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې هوکړهلیکونو ته زمینه برابروي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالشکور هډهوال بیا په دې اړه زیاتوي: «روسیې سره د ښو اړیکو لرل د دې لامل شول، چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د روسیې سترې اقتصادي غونډې ته دعوت شي او دا چاره د دې لامل کېږي، چې راتلونکو کلونو کې په اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په مشرۍ روسیې ته تللي پلاوي د دغه هېواد د کرنې او انرژۍ وزارتونو له مرستیالانو سره جلا- جلا لیدنو کې پر اقتصادي، سوداګریزو، انرژۍ او کرنې میکانېزه کولو اړوند مسایلو په اړه خبرې کړې دي.