آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرې کېدو ته په اشارې سره وویل چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له غیرقانوني بندېدو وروسته افغانستان خپلې اړتیاوې له نورو هېوادونو څخه پوره کوي.
هغه ټینګار وکړ دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي چې له پاکستانه قوي تضمین ترلاسه شي ترڅو په راتلونکي کې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي او د خلکو او سوداګرو حقونه خوندي شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي:« د قوي تضمینونو ترلاسه کولو باندې ټینګار دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې دا لارې په راتلونکي کې د سیاسي فشار، غیرقانوني ګټڼې او د خلکو د ځورونې د وسیلې په توګه نه تړل کیږي او د دواړو هیوادونو د سوداګرو او خلکو حقونه خوندي کیږي.»
بل لورته، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د پاکستان د سوداګرۍ وزارت څرګندونو ته په اشارې وویل چې د اسلامي امارت اقتصادي سیاست له هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیانو سره د سوداګرۍ پر پیاوړتیا، ټرانزیټ پر پراختیا او اقتصادي اړیکو پر ښه والي ولاړ دی.
نوموړي له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو غواړي سوداګریز مسایل له سیاست سره ونه تړي او په دې باور دی چې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس ته وایي:«د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د سوداګرۍ پیاوړتیا، د ترانزیت پراخولو او له هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو ښه کولو پر بنسټ ولاړه ده. موږ غواړو چې ګاونډي هېوادونه اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټ مسایل له سیاسي مسایلو څخه جلا کړي، ځکه چې دوامداره اقتصادي وده د سیمې ټولو هېوادونو ته ګټه رسوي.»
تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د تورخم او چمن بندرونه په محدود ډول او یوازې له افغانستان سره د ملګروملتونو د بشري مرستو د لیږد لپاره پرانیستل کیږی.
په دې مرستو کې د یونسیف ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړیوال پرګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرومتونو د نفوس صندوق ۲ کانټینرونه شامل دي چې په دریو پړاونو کې به خوراکي توکي، درمل، طبي تجهیزات او درسي توکی ولیږدول شي.
د پاکستان سوداګرۍ وزارت ویلي:«په دې مرستو کې د یونیسف ۷۴ کانټینرونه، د نړیوال خوراکي پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق دوه کانټینرونه شامل دي. په لومړي پړاو کې به د نړیوال خوراکي پروګرام د خوراکي توکو کانټینرونه افغانستان ته واستول شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي:« بې له شکه، هر ډول مرسته کولی شي د خلکو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې ډیر زیان منونکي دي، ځینې ستونزې کمې کړي، خو زه باور لرم چې د بشري او بیړنیو مرستو سربیره، که چیرې ګاونډي هیوادونه او نړیواله ټولنه هم د اقتصادي او پراختیایي همکاریو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو دا کولی شي خورا لوی اغیز ولري.»
په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي چې پاکستان دا مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی او هڅه کوي چې په بېلابېلو پلمو سره له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.
دوی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید اجازه ورنکړي چې دا لړۍ له ضمانت پرته پر مخ ولاړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په یوه غونډه کې پر پاکستان نیوکه وکړه چې بندرونه په خپله خوښه د افغان سوداګرو پر مخ تړي او پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه، اوس د پاکستان د میوو د صادراتو موسم دی او یاد هېواد هڅه کوي له افغانستان سره خپل بندرونه پرانیزي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت بایدپه ورته اقدام سره دروازې بندې وساتي.
