آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وایي، چې دا مهال په ټول هېواد کې د کوچنیو پورونو ورکړې په برخه کې ۷ موسسې په رسمي توګه فعالیت کوي. ښاغلی نوري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې دا موسسې کولی شي په ټول هېواد کې هغو کسانو ته، چې مالي تمویل او یا هم د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري، مالي خدمتونه وړاندې کړي. د مرکزي بانک د ویاند په خبره، د دې موسسو د فعالیت موخه د کوچنیو پروژو تمویل لپاره زمینه برابرول او کاروبار لرونکو ته د پور په ورکړې سره د هېواد له اقتصادي ودې ملاتړ دی.
حسیبالله نوري په دې اړه زیاته کړه: «د مرکزي بانک له لوري تر اوسه ۷ موسسو ته، چې د کوچنیو مالي تمویلونو په برخه کې فعالیت لري، رسمي جوازونه ورکړل شوي دي. دا موسسات اوس کولی شي په رسمي توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، څو خلک په اسانه، ډاډمنه او اسلامي اصولو په رڼا کې مالي تمویلونو ته لاسرسی ولري.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي مالي سرچینو ته آسانه لاسرسی د اقتصادي ودې له مهمو عواملو بولي. د دوی په باور، پانګهوالو ته د بانکونو له لوري د پور په ورکړې سره به، کاروبارونه وغوړېږي. د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د اقتصادي ودې او تولید له بنسټیزو عمواملو، یو هم د هیواد مالي سرچینو ته د پانګوالو لاسرسی دی. کله چې بانکونه پانګهوالو ته د پور ورکړې مناسب خدماتونه وړاندې کړي، نو له شک پرته، دا د کاروبار د غوړېدو لامل ګرځي؛ ځکه نن سبا مالي سرچینو ته لاسرسی د هر پانګهوال لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو دی، هر اقتصادي فعالیت هغه مهال وده کولی شي، چې له تولیدي پورونو او کمې ګټې سره مل وي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي امیدالله قاسمزي بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «په ټوله کې، هر هغه اقدام چې د پانګونې فرصتونو برابرولو او د کارموندنې د رامنځته کولو په موخه کیږي، کیدای شي په افغانستان کې د انساني انځور په وده کې اغېزمن واوسي. په ځانګړي توګه، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، حتی یو کوچنی ګام هم کولی شي د کادرونو تېښتې او ځوانانو د کډوال کېدو مخه ونیسي او د هیواد راتلونکي او ځان بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک تېر کال د اصلاحاتو په چوکاټ کې، د پورونو ورکړې اړوند موسسو د تنظیم، شفافیت او پرمختګ لپاره یو ځانګړی جوړښت رامنځته کړ.