د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په جلب کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست بې‌ساری ګام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست احمد جان بلال وایي، چې د شرکتونو فعالیتونو پراختیا په موخه یې، د تېر یوه کال په لړ کې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ بهرنۍ او کورنۍ پانګونه را جلب کړې ده. ښاغلي بلال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې په دې موده کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست له لوري د برېښنا تولید، کانونو استخراج او پلور او نورو برخو کې د بېلابېلو شرکتونو لپاره ۲۳ مشارکتي قراردادونه او طرحې منظور شوي، چې له مخې یې به یې خصوصي سکتور شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي او له لنډ وخت کې به له دې لارې ۳۲ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شي.

هغه د امارتي شرکتو ارزښت‌ټاکنې ته په اشارې ویلي، چې د ۴۴ شرکتونو له ډلې د ۱۴ متوسطو شرکتونو ارزښت‌ټاکنه شوې، چې د شتمنیو ټولیز ارزښت ۱۲۱ میلیارده افغانیو ته رسېږي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست په دې پروګرام کې زیاته کړې: «د تېر کال په لړ کې د کانونو استخراج او پلور، برښنا تولید او نورو برخو کې د بېلابېلو شرکتونو له لارې ۲۳ مشارکتي قراردادونه او طرحې د دې شرکت له لوري منظور شوي، چې له مخې به یې خصوصي سکتور ۲۲ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي او په کم وخت کې به ۳۲ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شي.»

د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست همداراز د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې، چې په کور د ننه انرژۍ تولید زیاتوالي په پار، د ۶۱۹ مېګاواټه برېښنا تولید تړون د ۵۹۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت شوی دی. ښاغلي بلال د نفي توکو وارداتو ته په اشارې ویلي، چې تېر کال ۳.۵ ټنه نفي توکي هېواد ته وارد شوي، چې له دې ډلې ۱.۱ میلیون ټنه یې پټرول، ۱.۱۸ ټنه یې ډیزل، شاوخوا یو میلیون ټنه ګاز او ۱.۸۳ ټنه روغنیات هېواد ته وارد شوي دي. احمد جان بلال د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د ۱۴۰۳ کال په لړ کې برېښنا شرکت د کورني تولید زیاتوالي لپاره، کورنیو شرکتونو سره د ۶۱۹ مېګاواټه برېښنا تولید تړون د ۵۹۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت کړی دی.»

د امارتي ادارو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح په دې پروګرام کې د برېښنا شرکت اجراییوي رییس د دغه شرکت لاسته راوړنې ته په اشارې سره ویلي، چې تمه ده ازبکستان سره د تازه تړون له مخې، هېواد ته د لسو کلونو لپاره ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا وارد شي. عبدالباري عمر همداراز زیاته کړې، چې د کاسا- زر پروژې چارې، چې قرادادي شرکتونو ته د ۴۰ میلیون ډالرو پور نه ورکړې له امله ځنډول شوې وې، بېرته پیل شوې دي.

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د دې تړون په اړه زیاته کړې: «د برېښنا شرکت یوه بله لاسته راوړنه دا ده، چې تازه مو ازبکستان سره د لسو کلونو لپاره د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو تړون، چې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري، لاسلیک کړی دی.»

د امارتي شرکتونو مسوولینو په دې پروګرام کې همداراز زیاته کړې، چې له تېر کال تر اوسه د سرپل بلخاب ‌ډبرو سکرو کانونو اکتشاف ترڅنګ، ۷۰ زره او ۶۳۸ ټنه د ډبرو سکاره استخراج شوي او د ۲۱۷ زره ټنه نورو استخراج لپاره خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد