د کندهار- هرات رېل‌پټلۍ پروژې تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د کندهار- هرات رېل‌پټلۍ پروژې تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د کندهار-هرات رېل پټلۍ پروژې د چارو له پیل خبر ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د کندهار-هرات رېل پټلۍ تفصیلي سروې او ډیزاین چارې، چې ټولټال (۷۳۷.۵) کیلومتره اوږدوالی لري، په کندهار کې پیل شوې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره، ترکمنستان او ایران د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ په وسیله له پاکستان سره نښلېږي.
ذبیح‌الله مجاهد همداراز د دې پروژې پیل د سوداګرۍ او ټرانزیټ له اړخه یو مهم اقتصادي ګام بللی دی.
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو کارپوهان هم د دې پروژې د چارو پیل د هېواد د ځان‌بساینې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم ګام بولي.
تر دې وړاندې، د ټولګټو چارو وزارت ویلي وو، چې د هرات – کندهار رېل پټلۍ تفصیلي ډیزان، چې ارزښت یې څه د پاسه ۲۶۴ میلیونه افغانۍ دی، په پنځو برخو کې له یو شمېر ساختماني شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي وو، چې دا پروژه، ټولټال ۷۳۷.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او چارې به یې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په خبره، د دې پروژې لومړۍ برخه، چې د هرات له شینډنډ ولسوالۍ څخه پیلېږي او ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د ۵۱ میلیونه ۹۷۸ زره ۹۹۹ افغانیو په ارزښت د افغان-جرمن رېل پټلۍ او سړک جوړونې ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د شینډنډ – فراه لارې دویمه برخه، چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۴۵ میلیونه ۶۳۱ زره ۲۶۷ افغانیو په ارزښت د «هسک» انجینري خدمتونو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
د دې رېل پټلۍ درېیمه برخه، چې ۱۸۸.۸ کیلومټره اوږدوالی لري، له فراه، زرنج او غورغوري څخه تېرېږي او د ۶۹ میلیونه ۲۷۸ زره ۵۶۷ افغانیو په ارزښت د «هسک» انجینري خدمتونو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
د دې پروژې څلورمه برخه د غورغوري – لښکرګاه لاره ده، چې ۱۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، او د ۶۰ میلیونه ۳۳۱ زره ۴۰۸ افغانیو په ارزښت د «آریاخان افغان» ساختماني، سړک جوړونې او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
پنځمه برخه یې، چې د لښکرګاه – کندهار تر منځ ده، ۱۳۷.۷ کیلومتره اوږدوالی لري او ۳۷ میلیونه ۳۱۵ زره ۷۴۲ افغانیو په ارزښت د «آریاخان افغان» ساختماني، سړک جوړونې او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد