د کلیوالي اقتصاد ودې په اړه د نړۍوالو هڅې او اقتصاد وزارت هرکلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او برېټانیا دولت د هغه نوښت هرکلی کړی، چې له مخې به یې د لس میلیونه پونډ په ارزښت د خوړو خوندیتوب، په کلیوالي سیمو کې د ژوند ښه‌والي او د اقلیمي پېښو پر وړاندې مبارزې په پار، افغان ټولنو سره مرسته کوي. ښاغلی نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د بشري مرستو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او دې مرستو ته دوام ورکړي.

عبداللطیف نظري د دې ګډې برنامې په اړه آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د برېټانیا د ګډې برنامې هرکلی کوي او دا مرستې د اقتصادي ودې او بشري مرستو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمنې او ګټورې دي. دا وزارت له ټولو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره د تعامل په برخه کې خپلې همکارۍ دوامداراه وساتي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د برېټانیا په مالي ملاتړ د یوې برنامې له پیلېدو خبر ورکړی. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې برېټانیا د کلیوالي ټولنو ملاتړ او د دوی د خوراکي خوندیتوب لپاره د لس میلیونه پونډ په ارزښت یوه برنامه پیل کړې، چې تمه ده د۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې  له څه باندې ۱۵۰،۰۰۰ خلکو سره د خوړو تولید او د اقلیم انعطاف زیاتولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان د راپور یوه برخه کې راغلي: « تمه ده دا همکاري د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې دوام ولري، چې له مخې به یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې څه باندې ۱۵۰ زره کسانو سره د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د عوایدو لوړوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ماومت زیاتوالي په برخو کې همکاري وشي.»

له دې سره‌ هم‌مهاله د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې افغانستان دا مهال بشري مرستو، په خانګړي ډول د کرنې سکتور په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. د دوی په باور، بشري مرستې باید د اصلاح شویو تخمونو وېش، کیمیاوي سرې او د اوبو لګولو سیستمونو پر پراختیا متمرکزې شي، څو د دغه سکتور اساسي او بېړنۍ اړتیاوې حل او په تدریجي توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږو.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان د کرنې سیسټم لپاره د یو اغیزمن میکانیزم رامنځته کولو لپاره باید د خصوصي سکتور او ګاونډیو هیوادونو د مستقیمې همکارۍ جلبولو په برخه کې بنسټیز ګامونه اوچت شي. په سره به د کرنې په برخه کې د کار زرګونه فرصتونه برابر شي او افغانستان کولی شي په تدریجي ډول له وارداتي په صادراتي هېواد بدل شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی لعل ځاځی بیا په دې اړه زیاتوي: «د کرنې په برخه کې د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ مهمې دي، چې تر ټولو مهم یې د اصلاح شویو تخمونو وېش، کروندګرو ته د کرنې وسایلو ورکړه او په همدې توګه د کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره د سړو خونو جوړول دي.ِ»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو، د اوبو لګولو پرمختللو سیستمونو نشتون، اصلاح شویو تخمونو ته محدود لاسرسی، د بازار نشتون، د سړو خونو کمښت او په معیاري توګه د محصولاتو نه بسته‌بندي هغه ننګونې دي، چې د کرنې سکتور او د کلیوالو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *