آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره؛ له هغه غوښتي چې افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، رېل‌پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلي برادر زیاته کړې، چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت بهرنیو پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې اقتراغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي برادر د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره بللی او ټینګار یې کړی، چې سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د تاتارستان ولسمشر ته د کابل سفر بلنه هم ورکړې ده. په دې لیدنه کې د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانوف په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بلل او زیاته کړې یې ده، چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.

ښاغلي مینیخانوف زیاته کړې، چې افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړوي او په خبره یې د دې موخې د تحقق لپاره به تاتارستاني پلاوي د بازار ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي او له هغه وروسته به په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي. په دې ناسته کې د کاماز موټرو شرکت عمومي ری هم ویلي، چې یاد شرکت چمتو دی افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي. په دې لیدنه کې د تاتارستان جمهوریت د کرنې او خوراکي توکو وزیر هم ویلي، چمتو دي چې افغانستان ته له دې وروسته د حلالو خوراکي توکو صادرات زیات کړي.

په ورته وخت کې، د (روسیې – اسلامي نړۍ) شپاړسمه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د وینا پر مهال د دې ادارې د لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د تعلیمي نصاب بیاکتنې، زندانیانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابرولو او د ځوانانو وړتیاوو لوړولو په اړه خبرې کړې دي. غلام حیدر شهامت زیاته کړې، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې څه د پاسه ۱۲ زره او ۴۰۰ ځوانانو په ۴۸ بېلابېلو تخصصي څانګو کې زده کړې کړې او په خبره یې، د هېواد په بندخونو کې هم د زده کړو منظم پروګرامونه په لاره اچول شوي دي. ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې دا مهال د اسلامي امارت څه د پاسه ۳۷ زره ځواکونه د هېواد په فني او حرفوي مرکزونو کې پر زده کړو او ظرفیت لوړونې بوخت دي، څو ملت ته د خدمت ترڅنګ، د هېواد په اقتصادي وده او رغونه کې هم ونډه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکي دا ډول سفرونه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل په برخه کې هم ګټور بولي. د دوی په باور، افغانستان ته په کار ده، چې له هرې ممکنه هڅې په استفادې د سیمې او نړۍ په دا ډول غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون او د موضوع اړوند خپل دریځ روښانه کړي. د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د اقتصادي مسایلو کارپوه، سید مسعود په دې اړه وایي: «دا په لوړه کچه د افغانستان لپاره یو مهم او حیاتي سفر دی، چې کولی شي د روسې په څېر له سترو هېوادونو سره د رسمي تعاملاتو پر وړاندې شته خنډونه له مخې پورته کړي. له سیاسي اړخه د روسي چارواکو له لوري د اسلامي امارت د پلاوي هرکلی زیات ارزښت لري او له اقتصادي اړخه د دې احتمال شته، چې د کازان غونډې په څنډو کې د اقتصادي همکاریو ځینو تړونونه لاسلیک شي او دا چاره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او افغانستان اقتصادي ودې لپاره فرصت برابروي.»

دا چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د امریکا او لوېدیځې نړۍ له بنډیزونو سره مخ او د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او ان تر دې چې لا تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول سره روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو لمن پراخه کړي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکي تل ټینګار کوي، چې له شرق او غرب سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکي دي او له نړۍوالو یې غوښتي، چې د فشار پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله او د ستونزو او اندېښنو د حل په موخه اسلامي امارت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته حاضر شي.

پر فشارونو سربېره؛ اسلامي امارت توانېدلی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسیایي هېوادونو کې خپلې سیاسي استازولۍ فعالې وساتي. له دې ورها خوا اسلامي امارت توانېدلی چې په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي، چې ښه بېلګه یې هم د سیمې په کچه د سترو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر، اوسپنۍ پټلۍ او ځینو نورو پروژو د عملي چارو پیلېدل او پرمختګ بلل شو.

که اسلامي امارت د نړۍوالو ځینو اندېښنو ته، چې دا اندېښنې تر ډېره افغانان هم لري، لکه د نجونو پر وړاندې د ښوونیزو بنسټونو تړلي پاتې کېدل، مېرمنو ته د کار کولو نه اجازه او همداراز یو لړ نور محدودیتونو ته رسېدنه وکړي، نه یوازې چې دا چاره به په کور د ننه له هرکلي سره مخ شي، بلکې ډېری بهرني هېوادونه او بنسټونه به هم سرپرست حکومت سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې رسمي تعامل ته زړه ښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *