د کابل- کندهار لویې لارې د 430 کیلومټره چارو بشپړېدل؛ د دویم لین په جوړېدو سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل کندهار لویه لار….

دا لار چې ۴۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د هېواد یوه له مهمو ټرانزیټي لارو شمېرل کېږي.

تازه د ټولګټو چارو وزارت وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د کابل ـ کندهار لارې ۴۳۰ کیلومټره چارې بشپړې شوې دي.

د ښاغلي حق‌شناس په خبره، د دې لارې په اوږدو کې یو زر او ۷۰۰ پلچکونه او ۴۸ لوی پلونه په پام کې نیول شوي وو، چې د ډېریو هغو یې چارې بشپړې شوې دي.

محمد اشرف حق‌شناس په دې اړه آفاق ته وویل: «د ۴۸۰ کیلومټره له ډلې د ۴۳۰ کیلومټره اسفالټ چارې بشړې شوې، په ورته وخت کې د کابل – کندهار په لویه لار کې یو زره او ۷۵۶ پلچکونه او ۴۸ لوی پلونه موجود وو، چې د ډېریو چارې یې بشپړې شوې دي.»

د ټولګټو چارو وزرت ویاند همداراز زیاتوي، چې پر دې لویه لار د ګڼې ګوڼې مخنیوي په پار، د ۴۹ کیلومټره په اوږدوالي د دویم لین سړک چارې، چې له کابل د میدان وردګ تر سیدآباد ولسوالۍ پورې رسېږي، پیل شوې دي.

د حق‌شناس په خبره: «د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په پار، ټولګټو چارو وزارت د کابل- کندهار لویې لارې دویم لین سړک چارې، چې له کابل تر میدان وردګو ۴۹ کیلومټره اوږدوالی لري، پیل کړې دي.

له دې سره همهاله، د اقتصادي چارو شنونکي په معیاري ډول د لویو لارو جوړول او له ګاونډیو هېوادونو سره د دې لارو نښلولو په پار داسې لیدلوری لري.

د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین په دې اړه وایي: «د کابل او ولایتونو ترمنځ لویې لارې او له ولایتونو بیا د هېواد تر پولو یوه مهمه موضوع ده، د دې لارو په جوړېدو سره راکړه ورکړه که هغه مسافر وي او یا هم توکي، په ټاکلي وخت تر ځایه رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل- کندهار لویې لارې د جوړولو چارې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل شوې او د چارو د ژر بشپړېدو په موخه، په دوولسو برخو کې دوولسو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد