د کابل شنو صنایعو صنعتي ښارګوټي کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: ددې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د بریښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د دغه شرکت لاسته راوړنو ته په اشارې وايي، چې څلور کاله وړاندې تخنیکي ضایعات شاوخوا ۴۰ سلنه وو که لامل یې د شبکو زوړوالی و؛ خو اوس یې کچه له ۱۸ سلنې کمه شوې ده. نوموړي زیاته که د دغې پروژې په پیلېدو سره به د ډيریو صنتعکارانو ستونزې حل او صنعتي پرمختګ ته به زمینه او لاره هواره شي.

ښاغلي عمر زیاته کړې: «که په هېواد کې برېښنا په کافي اندازه هم موجوده وي، د هغې د وېش لپاره شبکو ته اړتیا ده، او صنعتي برخې هم د برېښنا د وېش بنسټونو ته اړتیا لري. نن د دغو سترو پروژو د کار له پیل سره، صنعت‌کارانو ته زېری ورکوم چې د دوی ډېرې ستونزې به له دې لارې حل شي.»

د پرانیستې په مراسمو کې د د مخابراتو او ټنکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني وايي، چې اوس‌مهال په هېواد کې داسې نظام واکمن دی چې د داسې پروژو عملي کېدو ته یې زمینه برابره کړې ده او له ټولو پانګه‌والو یې وغوښتل، چې له اوسني امنیت په استفادې هېواد کې پانګه‌ونه وکړي.

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام ویلي: «زه پر نورو پانګه‌والو هم غږ کوم چې له شته امنیتي ثبات ګټه واخلي او په هېواد کې پانګونه وکړي، څو هم بنسټیزې زیربناوې بشپړې شي او هم د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

د شنو صنایعو صنعتي پارک رییس محسن امیري وایي، چې اوس‌مهال ۱۲۰ کارخانې په دې پارک کې فعالیت کوي او د لمریزې بریښنا پروژه به له هغوی سره ډیره مرسته وکړي او په خبره یې د بریښنا ستونزې د حل تر څنګ به د اوسني ۷ زره کارګرو سربیره زرګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي، هغه زیاته کړه، چې د مسوولانو په ملاتړ به راتلوکو پنځه کلونو کې به هېواد ځان‌بسیاینې ته ورسیږي.

مطالب بیشتر:  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

د شنو صنایعو صنعتي پارک رییس  محسن امیري په دې مراسمو کې زیاته کړې: «په دې صنعتي ښارګوټي کې ۱۲۰ فعاله کارخونې شته او شمېر یې د زیاتېدو په حال کې دی؛ د لمریزې برېښنا پروژه به د دغو کارخونو لپاره تر ډېره مرسته وکړي. د برېښنا د ستونزې په حل سره به، د کارګرو شمېر زرګونه کسانو ته ورسېږي او په بېلابېلو برخو کې به ورته د کار فرصتونه برابر شي.»

د خلکو د مبارزې او همکارۍ په برکت، نن موږ په هېواد کې د پراختیايي پروژو شاهدان یو. د هېواد لپاره د خیر نیتونه ډير شوي او د افغانستان د ودې لپاره د مسوولینو نیتونه پاک او نېک دي.

په ورته مهال، د چارو ادارې رییس انورالحق انور دې مراسمو کې وايي، اسلامي امارت له کوکنارو پرته د سلګونه ډوله مخدره توکو د وارداتو مخه نیولې او د کډوالو راستنېدو لپاره یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي، نوموړي زیاته کړه، چې د بې اتفاقۍ او نفرت ریښې لمنځه تللي او اوس د هېواد ټولو قومونو ته په عادلانه ډول خدمات وړاندې کیږي.

د ویلو ده، چې د ددې پروژې په پیلېدو به ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او ۱۸ میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *