د کابل او تاشکند ترمنځ د ۴۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د روان میلادي کال په اوو میاشتو کې، ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۴۴۷ میلیونه ډالر وه، چې له دې ډلې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۴۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

ښاغلی جواد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د افغانستان ډېری صادراتي توکي غالۍ، غیر الکولي مشروبات، انجه او تخم یې، ممیز او کچالو دي، خو له ازبکستانه بیا وارداتي توکي تر ډېره اوړه، پټرول، کیمیاوي سَره، اوبلن ګاز او د صنعتي کارخونو خام مواد دي.

آخندزاده عبدالسلام جواد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د روان میلادي کال په اوو میاشتو کې ازبکستان سره د افغانستان تجارت ۴۴۷ میلیونه ډالره و، چې له دې ډلې ۳۳ میلیونه ډالر صادرات شوي او ۴۱۴ میلیونه ډالر واردات. د افغانستان ډېری صادراتي توکي غالۍ، غیر الکولي مشروبات، انجه او ممیز دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ازبکستان د افغانستان لپاره یو ښه سوداګریز بازار بولي او ټینګار کوي، چې له دغه هېواد سره د اړیکو پراختیا کولی شي د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره د نورو بازارونو موندلو کې اغېزمن رول ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر آفاق خبري آژانس سره د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا په اړه داسې وایي: «آفغانستان د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو کې د جیوپولیتیک، جیوسټراټیژیک او جیو اکونومیک له اړخه ځانګړی ځای لري. دا هېواد د منځنۍ آسیا په ځانګړي ډول ازبکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ازبکستان کولی شي د افغانستان له لارې خپل توکي صادر کړي او همداراز د افغانستان له لارې د سویلي آسیا پاکستان، هند او بنګله‌دېش هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال بیا ازبکستان سره د راکړې ورکړې په اړه زیاتوي: «ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې افغانستان سره زیاته راکړه ورکړه لري او دا دواړه هېوادونه د یو بل په شتون کې تر ډېره خودکفا شوي دي او که د سیمې هېوادونه خپله سوداګري پراخه کړي، کولی شي یو غوره اقتصادي ځنځیر رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان وروستیو کلونو کې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا سره توانېدلی، له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. د شمېرو له مخې، تېر کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۴۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *