د کابل او تاشکند اقتصادي اړیکې؛ د افغانانو په پانګونې ۶۳۶ شرکتونه ازبکستان کې فعالیت کوي

د ازبکستان ولسمشر د مرستیال سلاکار او د منځنۍ اسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس، جولان وهابوف ویلي چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو له اساسي ستنو بلل کېږي. د هغه په وینا، دا مهال په ازبکستان کې د افغانانو په پانګونې سره، ۶۳۶ شرکتونه فعالیت کوي. د منځنۍ اسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس زیاته کړې، چې له دغو شرکتونو ۵۶۲ یې، په بشپړه توګه د افغان پانګه‌والو ملکیت دي. وهابوف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان ولسمشر د مرستیال سلاکار په دې اړه زیاته کړې: «له افغان چارواکو او سوداګرو سره په ناسته کې، په سرحدي سوداګرۍ کې شته ننګونې، اجراییوي خنډونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نه کارول شوي فرصتونه وارزول شول. اوس مهال په کرنه، د خوراکي توکو پروسس، د ساختماني موادو تولید، نساجي او ګرځندوی برخو کې ګډې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا، په ځانګړي ډول یاد هېواد کې د افغانانو په پانګونې سره د سلګونه شرکتونو فعالیت، کولی شي د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل شي. د دوی په باور، دا ډول همکارۍ نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سیمه‌ییز امنیت او باور زیاتېدو لامل هم کېدای شي.

مطالب بیشتر:  د تورخم دروازې بند پاتې کېدو پنځلسمه ورځ، اسلام آباد د څه په لټه کې او کابل څه کوي؟

د ویلو ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې، کابل د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اوسیاي اړیکو د پراختیا تګلاره غوره کړې ده. افغانستان دا مهال د سیمه‌ییز اتصال په نقطه د بدلېدو په درشل کې دی؛ هغه څه چې کولی شي د سیمې هېوادونو اقتصادي ودې او سیاسي ثبات زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *