آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو او ترینګلتیاوو له پیله ۱۴ ورځې تیریږي خو لا هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ سوداګریز بندرونه بند دي.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل پاتې کېدو د پلازمېنې په بازارونو کې پر بیو اغیز کړی او یو شمېر کابل میشتی په پلازمېنه کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل پاتې کېدو د پلازمېنې په بازارونو کې پر بیو اغیز کړی او یو شمېر کابل میشتی په پلازمېنه کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
په ورته مهال، یو شمېر هټۍوال د بیو د لږ لوړېدو لامل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو تړل ګڼي.
یو تن کابل میشتی جان آقا د بیو د لوړوالي په تړاو آفاق خبري آژانس ته وایي: «موږ په دې بیه خواړه نه شو اخیستلی ځکه چې موږ هره ورځ له یو نیم څخه تر دوه سوه افغانیو پورې عاید لرو او خواړه خورا ګران دي.»
یو تن هټۍوال عبدالله بیا داسې وايي: «د بیو د لوړوالي لامل د بندرولو تړل دي. موږ اکثره توکي د پاکستان له بندرونو څخه لیږدوو او زموږ هېواد یو واردونکی هیواد دی. د لارو د تړلو له امله، د خوراکي توکو بیې یو څه لوړې شوې دي.»
په ورته مهال کابل ښاروالي وایي، چې په تیرو څلورو کلونو کې د ښار په کچه د لوړو بیو د مخنیوي لپاره نرپاڼې ویشل شوي او هیڅوک یې د سرغړونې حق نه لري.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی د بیو لوړوالي په اړه داسې وايي: « د کابل ښاروالۍ له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په پلازمېنه کې نرخپاڼې ویشي او دا بیې په ټول کابل ښار کې د تطبیق وړ دی. په دې نرخپاڼو کې له ۳۰ ډیر توکی شامل دي چې په کابل کې د تطبیق وړ دي. د کابل ښاروالۍ ټولې څارونکې ډلې یې پلي کول څاري؛ د شکایت په صورت کې، ۱۵۵ شمېره د ښاریانو په خدمت کې ده، او هیڅوک حق نلري چې توکي له نرخپاڼو په لوړه ټیټه بیه وپلوري. »
تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ویلي وو چې له پاکستان سره د بندرونو تړل پاتې کېدو دواړو لورو ته شاوخوا دوه تر څلور میلیونه ډالره زیان رسولی دي.
