د کابل او اسلام آباد د سوداګرۍ بندیدل؛ ایران د افغانستان ښه سوداګریز بدیل دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له رسنیو سره په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره اړیکې له بیلابیلو اړخونو په ځانګړې توګه اقتصادي او سوداګریزو برخو کې مهمې وبللې او وویل چې تل د سرحدي بازارونو، ګمرکي بهیر د آسانتیا او دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ د پیاوړتیا رامنځته کولو وړاندیزونه شوي دي.

نوموړي د کابل او تهران ترمنځ اړیکو ټینګښت ته په اشارې سره ویلي چې دواړه هېوادونه د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هڅه کې دي.

په ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، ایران د افغانستان لپاره ښه سوداګریز بدیل ګڼي.

د یادې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي چې افغانستان دمګړۍ هڅه کوي له یاد هېواد سره د خپلو صادراتو کچه څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیري پلاوي غړی خان جان الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي:«ایران له تیرو پخوا تر اوسه زموږ یو له نږدې او زړو شریکانو څخه دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې تل دوستانه وې. زموږ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لویه برخه د ایران له لارې ترسره کیږي او له همدې امله، په بندرونو کې د تګ راتګ له زیاتوالي سره، د قونسلي مسایلو حل کول د دواړو خواوو لپاره مهم دي.»

په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د سیمې او له سیمې ور هاخو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه داسې لیدلوری لري.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وایي:« موږ له ایران سره پراخې اقتصادي اړیکې لرو او په دې برخه کې کار روان دی او موږ له څو نورو هیوادونو سره هم اقتصادي اړیکې لرو. په ټولیز ډول، له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې د هیواد د اقتصاد لپاره یوه مهمه او اړینه مسله ده.»

د اقتصادي چارو د شنونکو په اند، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ لپاره غوره بدیل لاره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *