آفاق خبري آژانس؛ کابل: سره له دې چې اسلامی امارت پریکړه کړې له پاکستان سره سوداګري ودروي، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې له اسلامآباده غوښتي، چې د افغانستان سوداګریزو او باروړنکو موټرو ته اجازه، په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي.
د پاکستان له لوري، ددې خونې رییس جنید مکده په یوه لیکلي مکتوب کې د پاکستاني سوداګرو زیانونو ته په اشارې د سوداګرۍ د بیا پیل او ددې زیانونو جبرانولو لپاره د یو نوي میکانیزم جوړیدو غوښتنه کړې.
په ورته مهال د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وايي، چې د لارو بند پاتې کیدل د دواړو هېوادونو په زیان دي او زیاتوي، چې ډیری کسان د توکو د لیږد رالیږد برخه کې په کارونو بوخت وو، چې اوس وزګار شوی دي.
د افغانستان او پاکستان د سودګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وايي:« ډيری کسان د توکو د لیږد رالیږد برخه کې بوخت وو، چې اوس بیکاره شوي دي او پاکستان هم له همدې امله غواړي، چې لارې بیا پرانیزي؛ خو پاکستان تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې.»
له دې سره هممهاله یو شمیر سوداګرو د یو لاریون په ترڅ کې په بیړه د تورخم دروازې د خلاصېدو غوښتنه کړې.
دوی وايي، له یوې میاشتې ډیر د لارو بند پاتې کېدو یې پر کارونو منفي اغیز کړی او زیانمن شوي دي.
د اقصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبروایي:« روان وضیعت کولای شي، چې پر کورنیو او ملي تولیداتو هم منفي اغیز وکړي، ځکه ډيری لومړني توکي او وسایل له نورو هیوادونو په ځانګړې ډول پاکستانه افغانستان ته را واردیږي.»
په همدې حال کې یو شمیر اقتصادي شنونکي وایي، چې پاکستان تل د افغاني توکو د صادراتو وخت کې خنډونه رامنځته کوي؛ خو د خپلو میوو د صادراتو په وخت کې بیا لارې پرانیزي.
شنونکي ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید د لارو د خلاصولو برخه کې له پاکستانه جدي ژمنه ترلاسه کړي.
د قتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي:« پاکستانیان قصدا او د یو جوړ شوي پلان له مخې دا ډول اقدامات ترسره کوي چې د افغانستان صادرات او ټرانزیت له ستونزو سره مخ او د ګڼو ننګونو په رامنځته کولو سره زموږ عادي سوداګریز بهیر ګډوډ کړي. له دې ټولو سره سره، کله چې د پاکستان د اړینو فصلونو وخت راشي، بیا د خبرو اترو دروازې خلاصوي او بل کال بیا همدا وضیعت تکراروي.»
د ویلو ده چې، د ترینګلیتاوو ډیروالی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندښت او د صادراتو او وراداتو درېدل، ددې لامل شو، چې اسلامي امارت له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي او د بدیلو لارو په لټه کې شي.
