د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د لارو بندېدو دوام؛ مالي زیانونه او قوي ضمانتونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو ستونزو ته په اشارې وایي، چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې یو بل ته اړتیا لري.

ښاغلي الکوزي د اسلامي امارت پالیسۍ ته په اشارې زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ښه‌والي لپاره، پاکستان باید افغانستان ته قوي او جدي ضمانتونه ورکړي او د ډیپلوماسۍ له لارې یې د دې ستونزو پر هواري ټینګار وکړ.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی دغه غړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د اسلامي امارت د سوداګرۍ تګلاره روښانه ده، او پاکستان باید د سوداګرۍ د دوام لپاره افغانستان ته قوي تضمین ورکړي چې نور به دا لارې نه تړي.»

په ورته وخت کې، د پاکستان کراچۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل عبدالجبار تخاري، د پاکستاني سوداګرو ټولنې په کوربه‌توب د اقتصادي همکاریو سازمان د صنعت او سوداګرۍ خونې په ۳۰مه غونډه کې ګډون کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د سیمه‌ییز نښلون، د سوداګرۍ اسانتیا، لېږد – رالېږد، پانګونې او له منځنیو او کوچنیو کمپینو ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «په دې غونډه کې د سیمې‌ییز اتصال د عملي کېدو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو، ترانسپورټ، ګرځندوی، صنعت، پانګونې او د غړو هېوادونو ترمنځ د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د پیاوړتیا او ودې په اړه خبرې اترې شوې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنګ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «باید هېر نه کړو چې پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، او که موږ وغواړو که نه، د تل لپاره به له دې هېواد سره ګاونډیان پاتې شو، او له جغرافیې د جلا کېدو هېڅ لاره نشته. له همدې امله، هغه څه چې ارزښت لري د سم ګاونډیتوب ساتل او د ملتونو ترمنځ اړیکو ته درناوی دی.»

مطالب بیشتر:  پاکستان ته د نورالدین عزیزي درې ورځني سفر پای؛ لاسته‌راوړنې که د پخوانیو ژمنو تکرار؟

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي، چې ګاونډیو سره له رغنده همکارۍ پرته، ثبات او پرمختګ ناشونی دی او په خبره یې، د سوداګرۍ بندېدل د دواړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان په زیان تمامېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی بدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «حقیقت دا دی چې نه موږ کولای شو خپله جغرافیه بدله کړو او نه هم پاکستان د خپلې جغرافیې د بدلون توان لري. له همدې امله، جدي اړتیا ده چې په سیمه‌ییزه کچه سالم او دوامدار اقتصادي او سیاسي تعاملات پیاوړي شي، څو وکولای شو د سوداګرۍ بهیر په عادي او طبیعي ډول پر مخ یوسو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتې نږدې څلور میاشتې تېرېږي او له هغې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *