آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړلي پاتې کېدو په دوام، د پاکستان کروندګرو ټولنې مشر ویلي، چې د صادراتو نشتوالي له امله، کروندګر او د سبزیجاتو پلورونکي له پراخو زیانونو سره مخامخ دي. د خالد محمود په وینا، دې وضعیت د پاکستان د کرنې بازار له سقوط سره مخ کړی او د سبزیجاتو بیې په بېساري ډول ټیټې شوې دي.
په ورته وخت کېد پاکستان د صنعت او سرحدي سوداګرۍ خونې مشر جنید الطاف، خبرداری ورکړی چې افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د لارو تړل کېدو، سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اړولي او دوه اړخیزه او ټرانزیټي سوداګري یې سخته ګډوډه کړې ده. نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې د اجرایي کمېټې په غونډه کې ټینګار کړی، چې دا مهال د افغانستان – پاکستان د ټرانزیټ اړوند ۱۲ زره کانټینره کراچۍ بندر پاتې دي او دې چارې سوداګر د درنو لګښتونو پرې کولو ته اړ کړي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی حاجي یونس ځدراڼ آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «د پاکستان له لوري د لارو تړل د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زیان ورساوه، خو افغان لوري د حکومت په ملاتړ او د بدیلو لارو په موندلو سره خپله تکیه کمه کړه. نن تر ټولو لوی زیان د پاکستان سوداګرو او خلکو ته اوښتی او دا ثابته شوه چې افغانستان یو سوداګریز او ترانزیټي هېواد دی، نه منزوی.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د دواړو لورو ترمنځ د لارو تړل کېدو، افغانستان پر یوې واحدې سوداګریزې لارې له تکیې خلاص او په خبره یې، افغان سوداګر وتوانېدل له بدیلو لارو خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي. د دوی په وینا، پاکستان په دې اقدام سره د خپل هېواد سوداګریزې او اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان په تېرو کلونو کې څو ځله د لارو په تړلو، په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر مهال، د افغان سوداګرو لپاره جدي ستونزې جوړې کړې او هر کال یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. خو افغانستان د بدیلو سوداګریزو لارو په موندلو سره پر پاکستان تکیه را کمه کړه او په پایله کې، دغو ناسمو سیاستونو خپله پاکستان ته پراخ زیانونه واړول. د درملو، سمنټو، او د سبزیجاتو او مېوو سکتورونه په پاکستان کې سخت اغېزمن شول او دغه هېواد دې پایلې ته ورسېد چې د سوداګرۍ دوامداره ځنډ د افغانستان او مرکزي اسیا د بازار له لاسه ورکولو معنا لري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو مستقیم اغېز لري او دا وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ژوند هم اغېز کوي. د لارو او ترانزیټي مسیرونو تړل نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان اقتصاد ته هم زیان رسوي. تمه ده دواړه لوري د سیاسي اختلافاتو په څنډې ته کولو سره ژر تر ژره ستونزې حل کړي او په مسوولانه او رښتینې تګلارې سره د اقتصادي همکاریو او ګډو ګټو زمینه برابره کړي.»
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پرې کېدو ته په اشارې، د کابل او اسلاماباد ترمنځ له کوم ځنډ او خنډ پرته د دغو اړیکو د بېرته رغېدو غوښتنه کړې وه.
