آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا غبدالغني برادر نن (یکشنبه، ۱۴۰۴ لمریز کال، وري ۳مه) د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل چارې، چې په شاوخوا نهه سوه جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، پرانیستي.
د ریاست الوزراء له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له خولې راغلي، چې په هېواد کې د ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم ګام دی او زیاته کړې یې ده، چې د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمهییز اتصال په برخو کې رغنده رول لري.
ښاغلي برادر همداراز ویلي، چې په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته زېربناوې د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.
ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی، چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو دي او زیاته کړې یې ده، چې د همدې موخې د تحقق په پار یې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل عملي چارې، چې ۴۲ مهم تاسیسات پکې جوړېږي. پیل کړې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له قراردي شرکت غوښتي، چې د دې پروژې د کیفیت ترڅنګ، چارې یې په ټاکلې موده بشپړې کړي.
د یادولو ده، چې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل چارې به د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي. د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ترانسپورټي اسانتیاوې زیاتې شي، د انتقال اړوند چارو په چټکتیا او غوره تنظیم کې به مهم رول ولوبوي، ترانسپورټي لګښتونه او ترافیکي ستونزې به کمې او ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.