د ډیجیټلي اسعارو دودېدو هڅې؛ روان کال څه باندې ۶۶ زره اف‌پي کارتونه وېشل شوي

د هېواد په بازارونو کې د افغانیو زړو بانکنوټونو له زیاتېدو سره سم، د افغان بانک پرېکړه کړې، چې د فزیکي پیسو پر ځای ډیجیټلي اسعار وکاروي. د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري، د «ډیجیټلي اسعارو» د دودېدو په اړه وايي، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره د «ډیجیټلي اسعارو» د ترویج سټراټیژي د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا له لوري تصویب شوې او د عملي کېدو په حال کې ده.

ښاغلي نوري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د روان کال له پیل تر دې دمه، څه باندې ۶۶ زره «اف‌پی» یا ډیجیټلي کارتونه ویشل شوي دي.

حسیب‌الله نوري په دې اړه زیاتوي: «په کال ۱۴۰۴ کې له ۶۶ زره څخه زیات اف‌پی کارتونه وویشل شول، دغه پروسه د دې لپاره ده چې د افغانۍ بانکنوټونو د زړښت مخنیوی وشي.»

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د ډیجیټلي اسعارو کارول او دود په هېواد کې د افغانيو بانکنوټونو د ساتنې په برخه کې ګټور ګڼي. دوی ټینګار کوي چې د دې اسعارو کارول کولای شي په بهرنیو معاملو کې هم اغېزناک تمام شي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی په دې اړه زیاتوي: «موبایل تادیات، بانکي ټرانزکشن او بریښنایي بټوې خلکو ته اجازه ورکوي چې خپلې معاملې پرته له نغدو پیسو ترسره کړي. دغه کار د بانکنوټونو د عمر د زیاتوالي او د پیسو د چاپ د حجم د کمولو ترڅنګ، د تادیاتو سرعت زیاتوي او د نغدو پیسو د لاس په لاس کېدو له امله رامنځته شوي ستونزې کموي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان بانک  له لوري ۵۳۷ میلیونه او ۷۴۶ زره زړې افغانۍ، چې له لوېدیځ زون راټولې شوې وې، وسوځول شوې.

مطالب بیشتر:  افغانستان کې اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار د ۱۰ میلیونه ډالر بودجې تصویب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *