د افغانستان بانک وایي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی دی.
د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري وايي، د اغېزناکو پولي سیاستونو د پلي کېدو پر بنسټ، د افغانیو ارزښت د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول، د امریکایي ډالر پر وړاندې، ۱۳ سلنه لوړ شوی دی. د هغه په وینا، په همدې کال کې د انفلاسیون کچه هم په یوه منل شوې او مطلوبه کچه کې ثابته ساتل شوې ده.
ښاغلي نوري آفاق خبري آژانس سره د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۴ میلیارده د افغانیو زاړه بانکنوټونه را ټول او سوځول شوي دي.
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر نشونکي باور لري، چې مرکزي بانک کولای شي د مالي او پولي سیاستونو په پلي کولو، د بیو لوړېدو په کنټرول او د بانکونو او مالي بنسټونو پر فعالیتونو د څارنې له لارې اقتصادي ثبات وساتي.
د دوی په وینا، په بازارونو کې د پیسو او نغدو پیسو مدیریت کولای شي په هېواد کې د پانګونې پراختیا، اقتصادي ودې او د وزګارۍ کچې پر کابولو کولو اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان بانک د هېواد د اقتصاد په تنظیم کې بنسټیز رول لري. دا اداره د پولي سیاستونو په پلي کولو، د انفلاسیون په کنټرول او د بانکونو او مالي بنسټونو په څارنې سره هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات وساتي. همدارنګه، په بازار کې د پیسو او نغدو پیسو تنظیم کولای شي د پانګونې، اقتصادي ودې او حتی د بېکارۍ پر کچه اغېز ولري.»
د افغانستان بانک مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دې ادارې په ۱۴۰۴ کال کې د مالي ثبات، د افغانیو دودېدو ، د بانکي سپماوو د زیاتوالي او د پانګونو د پراختیا په برخو کې مهم او بنسټیز ګامونه اوچت کړي دي.