د پاکستان سوداګرۍ وزیر: د وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام په صورت کې کابل سره تعامل کوو

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، جام کمال خان ویلي، چې له افغانستان سره هر ډول تعامل د کابل له لوري د وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي اقدام پورې مشروط دی. هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت به په هېڅ صورت، د خپل ملي امنیت پر سر جوړجاړی ونه کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر همدارنګه د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد، چې د پاکستان پر وړاندې بریدونه کوي، د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده. خو د اسلامي امارت چارواکو تل ډاډ ورکړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، څو د افغانستان له خاورې د کوم هېواد پر ضد کار واخلي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د خپلو خبرو په دوام ویلي: «که چېرې موږ هر ډول تعامل یا خبرو ته دننه کېږو، افغانستان باید تر هر څه وړاندې د تروریزم مسئلې ته رسېدنه وکړي. په وروستیو میاشتو کې ډېرې پېښې شوې او موږ د دغو مواردو د زیاتوالي شاهدان یو. موږ د سوداګرۍ اسانتیا لپاره د هر ډول خبرو او تعامل هرکلی کوو، خو که د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید وشي، بیا نه شو کولای د نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو.»

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اسلام‌آباد کې د روسیې له سفیر سره لیدنه کې د سیمه‌ییز امنیت، پولې پورې غاړې تروریزم او له افغانستانه راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي. محمد صادق خان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د دغو اندېښنو د حل لپاره د همغږو ‌ډیپلوماټیکو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مطالب بیشتر:  چین ته د نورالدین عزیزي سفر؛ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا هڅې

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، چې پاکستان غواړي د تعامل مشروط کېدل، د افغانستان پر وړاندې د سیاسي او پوځي وسیلو په توګه وکاروي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو د ژر حل احتمال کم دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه وایي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید حل شي څو د دواړو هېوادونو مناسبات ښه شي او دا موضوع د پاکستان په چلند پورې اړه لري. هغوی باید له دوه‌ګونو سیاستونو لاس واخلي او د افغانستان په اړه یو شان دریځ خپل کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی روح الله هوتک بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د تعامل مشروط کول، تر ډېره د پوځي او سیاسي فشار وسیله ګرځېدلې، نه یوه واقعي حل‌لاره. په لنډمهاله توګه د بریا احتمال ټیټ دی، مګر دا چې یو لوری د پام وړ عقلانیت وښيي یا یو ځواکمن منځګړی فشار راوړي، په هغه صورت کې ښایي ستونزې هوارې شي.»

د پاکستان سوداګرۍ وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ سوداګریزې اړیکې د تېر میلادي کال د اکتوبر له نښتو وروسته په ټپه درېدلې دي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر دې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې لارې لا هم پرانیستې دي او ټینګار یې کړی و چې اسلام‌اباد نه له افغانستان سره د دیپلوماسۍ دروازه تړي او نه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *