آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سرحدي تاوتریخوالي او د پاکستان له خوا د لارو له پرله پسې تړلو وروسته، کابل په وروستیو کلونو کې د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو یو له خورا مهمو بدلونونو څخه پیل کړی دی؛ یو بدلون چې موخه یې د پاکستان پر لارو له تاریخي انحصار څخه خلاصیدل او د بدیل سیمه ییزو لارو شبکه پراخول دي.
دا پروسه د روان کال د نومبر په ۱۱ د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په امر سره پیل شوه چې سوداګر باید سمدلاسه بدیلې لارې وکاروي.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغان سوداګري باید د اسلام آباد په پالیسیو پورې تړلي پاتې نه شي.
په ورته مهال په همدې غونډه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر اعلان وکړ چې “افغانستان سلګونه بدیلې لارې لري” او سوداګري به له پاکستان سره له قوي تضمین پرته دوام ونه کړي.
له دې امر درې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت ډیپلوماتیکو هڅو بې سارې چټکتیا ومونده.
ایران، هند او ترکیې ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر سفر؛ د چابهار بندر د فعالولو او پیاوړتیا لپاره مستقیمې خبرې اترې؛ د هند د پانګونې راجلبول او په ترکیه کې د ایکو وزیرانو غونډه کې ګډون د هغو هڅو یوه برخه ده چې د شنونکو په وینا، کابل یې په سیمه کې د ټرانزیټ د خوځښتونو په نوي مرکز بدل کړی دی.
د دې پالیسۍ د پلي کولو هڅې په کوردننه هم ګړندۍ شوي.
له څلورو کلونو وروسته د ترمذ-حیرتان سرحدي لارې بیا پرانیستل، له یو هندي شرکت سره د درملو د واردولو او تولید لپاره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کول او د ایران، هند، ازبیکستان او قرغزستان په څیر هیوادونو څخه د لسګونه شرکتونو په ګډون د “افغان روغتیا” نندارتون ترسره کول.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي چې دا بدلون کولی شي د پاکستان په اړه د افغانستان تاریخي سوداګریزه اتکا کمه کړي، د اسلام آباد سیاسي فشار وسیله بې اغیزې کړي او د سیمې په ټرانزیټي شبکه کې د افغانستان دریځ پیاوړی کړي.
ځينې نور شنونکي بیا وايي چې د وارداتو او صادراتو د بازارونو تنوع به د بیو د ټیټوالي، کیفیت د لوړېدو او سوداګرو لپاره د انتخابونو لمن پراخه کړي.
د دوی په باور، که دا لاره د زیربناوو له پراختیا او دوامداره تړونونو سره مل وي، نو افغانستان کولی شي په یوې لارې پورې تړلي هېواد څخه په سیمه کې په یو فعال اقتصادي او سوداګریز لوبغاړي بدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، اقتصاد محوره تګلاره د هیواد د بهرني سیاست لومړیتوب شو او اوس نښې نښانې ښیي چې افغانستان د سیمه ییز نښلون په یو مهم دهلیز د بدلیدو په درشل کې دی.
