آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د ایران د اوسپنې او ډبرو ټولنې له رییس او په کابل کې د ایران سفارت له استازي سره لیدنه کې د افغانستان په کانونو کې د اکتشاف، را ایستلو او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. د یاد وزارت د ویاند په وینا، ایراني پلاوي د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د ایران خصوصي سکټور لیوالتیا څرګنده کړه.
په دې لیدنه کې د کانونو وزارت مرستیال له دې لیوالتیا څخه په هرکلي سره ټینګار وکړ چې همکارۍ به د قوانینو او نافذه طرزالعملونو په چوکاټ کې په روڼتیا سره ترسره شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د دې لیدنې په اړه زیاتوي: «ایراني پلاوي د افغانستان په کانونو کې د ایران د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. په دې لیدنه کې د کانونو وزارت د پالیسۍ مرستیال د دغې لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې همکارۍ به د نافذه قوانینو او طرزالعملونو په چوکاټ کې او په بشپړه شفافیت سره ترسره کېږي.»
په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي، د افغانستان ځمکې لاندې سرچینې د پانګونې له ارزښتناکو فرصتونو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې په دې سکتور کې د پانګونې جذب کولی شي د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او ملي عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ترسره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ فرصتونه لري او د دغه هېواد طبیعي او کاني سرچینې د پانګونې لپاره لوی ظرفیت لري. د افغانستان د کانونو په برخه کې د سیمې هېوادونو لېوالتیا ډېره ارزښتمنه ده او که چېرې په سمه توګه مدیریت شي، کولی شي د هېواد ملي عوایدو کچه لوړه کړي، پراخ کاري فرصتونه رامنځته کړي او افغانستان د اقتصادي ودې پر لور وخوځوي.»
افغانستان کشوری سرشار از فرصتهاست و منابع طبیعی و معدنی آن ظرفیت بزرگی برای سرمایهگذاری به شمار میرود علاقهمندی کشورهای همسایه و منطقه به معادن افغانستان، میتواند بسیار ارزشمند باشد و در صورت مدیریت درست، موجب افزایش عایدات ملی، ایجاد اشتغال گسترده و حرکت کشور به سوی رشد اقتصادی گردد
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله، د کانونو، کرنې، خدماتو او ټرانزیټ په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي. کورني او بهرني پانګوال کولی شي په دې برخو کې پانګونې وکړي او له شته فرصتونه ګټه پورته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت اقتصاد محوره تګلاره غوره کړې او د کانونو د قانوني را ایستلو په برخه کې پانګونه د خپلې اقتصادي تګلارې یوه اصلي برخه ګڼي.