د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د ټاپ (TAP) پروژې د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته کړې ده. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته د تخنیکي کمېټو د دندو طرزالعمل او د لارې نقشې مسوده، د نهايي کېدو په موخه وارزول شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼ

د ټاپ پروژې رهبرۍ کمېټې لومړنۍ کاري ناسته کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د ټاپ (TAP) پروژې د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته کړې ده.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته د تخنیکي کمېټو د دندو طرزالعمل او د لارې نقشې مسوده، د نهايي کېدو په موخه وارزول شوه.

د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یاد وزارت سرپرست عبداللطیف منصور، د انرژۍ مرستیال عبدالهادي یعقوب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د یو شمېر نورو وزارتونو استازو ګډون درلود او د دې پروژې له لارې، د برښنا لېږد ټرانزیټي آسانتیاوو په اړه غږېدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې افغانستان د دې پروژې له لارې د ټرانزیټي عوایدو ترڅنګ، ۳۰۰ میګاواټه برښنا هم ترلاسه کولی شي.
د مسوولینو په وینا، ټاپ د هېواد په کچه له بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ترکمنستان، پاکستان او افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
د دې پروژې په پیلېدو سره، نه یوازې د حکومت او خلکو اقتصاد ښه شي، بلکې ډېریو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان باور لري چې د ټاپ پروژه، د خپلو پراخو ابعادو له امله، د افغانستان پر اقتصاد، کاري فرصتونو، د انرژۍ امنیت، او نړیوالو اړیکو برخو کې مثبت او د پام وړ اغېز لرلی شي. د دوی په باور، د دې پروژې بریالی تطبیق د دولتي، خصوصي، او نړیوالو نږدې همکارۍ ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد