د ټاپي پروژې چارو کې پرمختګ؛ ۱۳ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند هماین افغان وایي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او په خبره یې، دا مهال د دې نل‌لیکې چارې ۱۳ کیلومتره مخته تللې دي. ښاغلی افغان آفاق خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د دې پروژې لپاره ۶۰ کیلومتره ساحه سروې شوې او نږدې ۶۰ کیلومتره مسیر هم هوار شوی دی.

ښاغلی افغان آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړې: «ټاپي پروژه چې یوه مهمه پروژه ده، عملاً یې د افغانستان په خاوره کې چارې روانې دي. تر اوسه پورې ۱۳ کیلومتره پایپ‌لاین غځېدلی دی، همداراز ۶۰ کیلومتره ساحه د پایپ‌لاین لپاره سروې شوې ده، څه کم ۶۰ کیلومتره مسیر هوار شوی دی، کمپونه جوړ شوي د استوګنې لپاره او چارې په چټکۍ سره روانې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان کې د ترکمنستان سفیر دغه هېواد کې د اتریش له سفیر سره لیدنه کې، د هېوادونو ترمنځ د ټاپي پروژې ارزښت او د سیمې وضعیت، په ځانګړي ډول د ټاپي او ټاپ نړۍوالو پروژو په اړه خبرې کړې دي. د ترکمنستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، دا دوې پروژې، چې د افغانستان له خاورې هم تېرېږي، نه یوازې دا چې د ترکمنستان د انرژۍ سرچینو صادراتو کې مهم رول لري، بلکې د سیمه‌ییز انرژۍ امنیت او اتصال په برخه کې هم خورا مهمې دي.

په ورته وخت کې، پاکستان کې د ترکمنستان سفیر د یاد هېواد د مالیې او عوایدو له وزیر سره لیدنه کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې د چارو پر چټکتیا خبرې کړې دي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال آفاق خبري آژانس سره د دې پروژې د ارزښت په اړه وایي: «په دې کې شک نشته، چې ټاپي پروژه هېواد کې یوه له مهمو پروژو ده او دولت ته یې د ګټې ترڅنګ، د افغانستان د خلکو په ګټه هم ده. په دې پروژه کې زیات خلک په کار مصروف کېدلی شي، که اسلامي امارت د دا ډول پروژو په زیاتوالي کې توجه وکړي، ګټه به یې خورا زیاته وي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی نورالله عزیز په دې اړه بیا داسې لیدلوری لري: «دا یو ښکاره حقیقت دی، چې سترې پروژې د سیمې هر هېواد لپاره اقتصادي ارزښت لري او هغه هېوادونه چې په دې پروژو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ونډه لري، هغوی له ځانګړې ګټې برخمن کېږي. د افغانستان لپاره دا پروژه سټراټیژیک اقتصادي ارزښت لري، ځکه له دې لارې نه یوازې دا چې انرژۍ ته د لاسرسی پیدا کوو، بلکې د ټرانزیټ له لارې یې عواید هم زیاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ټاپي د سیمې په کچه د طبیعي ګاز لېږد تر ټولو ستره نل‌لیکه ده، چې د ترکمنستان ګار د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته لېږدوي. افغانستان کې د دې سترې پروژې چارې د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۱مه نېټه پیل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *