د وسپنې ویلې کولو په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدل؛ دا مهال ۴۲ کارخونې فعالیت او ۲۰ زره کسان په کار بوخت دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د وسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې اجراییوي رییس عبدالنصیر رشتیا وایي، چې دا مهال په هېواد کې د وسپنې ویلې کولو ۴۲ کارخونې فعالیت کوي، چې ټولټال ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه ورباندې شوې او شاوخوا ۲۰ زره کسان په دې کارخونو کې په کار بوخت دي.‎

ښاغلی رشتیا همداراز زیاتوي، چې افغانستان دا مهال د وسپنې ویلې کولو په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او د سرپرست حکومت له مسوولینو د وسپنې تولیداتو ته په کور د ننه او بهر د بازار موندنې غوښتنه کوي.

د وسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې اجراییوي رییس په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې د اوسپنې او فولادو ۴۲ فابریکې لرو، په دې برخه کې شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالر پانګونه شوې او موږ توانیدلي یو چې شاوخوا ۲۰زره خلکو ته دندې پیدا کړو. افغانستان د اوسپنې او فولادو په سکتور کې په ځان بسیا شوی او زموږ محصولات آهن گاډر، سیخ ګول او انګلارنډ دي چې په افغانستان کې جوړیږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین بیا په دې اړه وویل: «د فولادو په هره فابریکه کې چې موږ له یو یا دوه سوه څخه ډیر کارمندان لرو، دا پخپله د کورنۍ اقتصادي بنسټ ته ودوه ورکوي او د بیکارۍ مخه نیسي.»

په همدې حال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې تېر کال ۶۰ زره ټنه سیخ ګول پاکستان ته صادر شوی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې روان کال یې ترکمنستان هېواد سره د ۱۵۰ ټنه سیخ‌ګول د صادرېدو تړون لاسلیک کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: « بې له شکه، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره سوداګري کوي. تېر کال موږ پاکستان ته ۶۰زره ټنه صادر کړل او سږ کال موږ ترکمنستان ته د ۱۵۰، ټنو قراردادونه لرو.»

د ویلو ده، چې د افغانستان د فولادو سکتور لومړنی سکتور دی، چې خام مواد یې په کور د ننه چمتو کېږي. د وسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې د مسوولینو په خبره، ښایي دا مواد تر راتلونکو دوو کلونو خلاص شي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید یو کان د فولادو صنعت‌ګرو په واک کې ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد