د لرګیو د بیو له لوړوالي د پلازمېنې د اوسېدونکي شکایت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ژمي موسم له را رسېدو او په پلازمینه کې د سون توکو بیو له لوړېدو سره د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او خپل ناسم اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وایي چې د کورونو د تودولو لپاره د لرګیو د پیرلو وس نه لري.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د لرګیو د بیو ټیټولو لپاره جدي اقدامات وکړي او کابل ته یې د رالیږدولو لارې پرانیزي، څو خلک وکړای شي د ژمي موسم له اندېښنې او سختو سړو پرته تیر کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالغیاس آفاق خبري آژانس ته وايي:«خلک د لرګیو اخیستلو وسه نه لري او ډیری یې نشي کولی چې لرګي وپیري. بیې یې له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې دي. په ټولیز ډول، په کوڅو او بازارونو کې ډیری خلک د لرګیو د اخیستلو توان نه لري، ځکه چې ډیری یې غریب او پریشانه دي.»

د کابل اوسېدونکی محمد شاکر وايي:« خلک د بلوط او نورو لرګیو د اخیستلو توان نه لري. یو له ښو کارونو څخه چې حکومت یې کوي هغه د ناحیو له لارې خلکو ته د ډبرو سکاره ویشل دي، او دا تر یوې اندازې پورې خلکو ته ګټوره ثابته شوې ده، خو که نرخونه کنټرول نشي او په یوه ثابته کچه وساتل شي، نو خلک به ونه شي کولی چې دا واخلي.»

په ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر لرګي پلورونکي هم وایي چې کابل ته له ولایتونو د لرګیو د رالیږدولو لارو تړل پاتې کېدل په پلازمېنه کې د لرګیو د بیو د لوړېدو ستر لاملونه دي.

دوی وایي، یادې مسلې یې د پلور چارې ټکنۍ او له ستونزو سره مخ کړې دي.

د لرګیو پلورونکی شیر الله بیا وايي: « څومره لرګي چې موندل کیږي معمولا له پخوانیو جوړو شویو پلورنځایونو څخه اخیستل کیږي. موږ باید د لرګیو یو خروارپه لس زره افغانۍ واخلو او بیا یې په لس زره پنځه سوه یا لس زره شپږ سوه افغانۍ وپلورو، او ما پخپله تر اوسه هیڅ پلور نه دی کړی.»

په ورته مهال د کابل د لرګیو پلورونکې ټولنې رییس وایي، چې په روان کال کې د زیرمه شویو لرګیو د لګښت او کابل ته د لرګیو د لیږد د کمښت له امله د یو خروار لرګیو بیه دولس زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

دوی زیاتوي، که اسلامي امارت بازار ته د کونړ لرګیو د راتګ برخه کې زمینه برابره کړي، د لرګیو بیې به تر اته زره افغانیو را کمې شي.

د لرګیو پلورونکې ټولنې رییس اجمل واحدي بیا داسې لیدلوری لري:« په بازار کې د لرګیو اندازه کمه ده؛ له همدې امله د یو خروار لرګیو بیه ۱۲۰۰۰ افغانیو ته رسیدلې ده. که اسلامي امارت د کونړ په ځنګلونو کار وکړي او د کونړ لرګي بیا بازار ته راشي، ان شاء الله، د لرګیو بیه به شاوخوا ۸۰۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د لرګیو بیې لوړې شوې وي او یو خروار لرګي له ۱۴ تر ۱۵ زره افغانیو پورې رسیدلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *