آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او کابل کې د قرغیزستان سفیر تورداکُن سیدیکوف ترمنځ لیدنه کې، قرغېزستان فورم کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون او همداراز هلته له قرغېزي چارواکو سره د لیدنو په اړه خبرې شوې دي. د دغه وزارت د ویاند په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ پراختیا، د ګډې کاري ډلې جوړولو، اقتصادي او ترانزیتي هوکړو او تاجکستان سره درېاړخیزې هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
د عبدالسلام جواد په خبره، د قرغېزستان سفیر په دې لیدنه کې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي: «په دې لیدنه کې همداراز د ګډې کاري ډلې جوړېدو، د سوداګرۍ ودې، ټرانزیټي لارو کې د همکاریو زیاتوالي، د دواړو هېوادونو او د سیمې هېوادونو له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ګټې اخیستنې، د سوداګریزو، ټرانزیټي او پانګونې په برخو کې د تړونونو لاسلیک، د افغانستان، قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ د درېاړخیزې هوکړې او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د لار- نقشې د لاسلیک لپاره د شوو فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.»
له دې سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د روپاني نړۍوالې موسسې له رییس سره په یوه جلا لیدنه کې د دغې موسسې د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او تجارت سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د روپاني موسسې رییس د کوچنیو تشبثاتو ملاتړ په پار د کوچنیو پورونو بانک جوړولو طرحې خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې طرحې ملاتړ او عملي کېدو په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
آخندزاده عبدالسلام جواد د دې لیدنې جزیاتو په اړه وایي: «په دې لیدنه کې ښاغلي روپاني د خپلې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ لپاره د کوچنیو پورونو بانک د جوړېدو طرحه یې شریکه کړه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دې نوښت هرکلی وکړ او هر اړخیز ملاتړ یې اعلان کړی.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا په اړه داسې لیدلوري لري. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د دې لپاره چې وکولی شو پانګونې را جلب کړو، اړتیا ده د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سټراټیژیکې اقتصادي اړیکې ټینګې کړو. دا ډول اړیکې کولی شي دافغانستان سوداګرۍ پراختیا زمینه برابره کړي او هېواد د یوې اړخیزې وابستګۍ له وضعیت را وباسي. موږ تل پر یوه مسیر تړلي وو، خو اوس باید هڅه وکړو چې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړو او له شک پرته دا تګلاره افغانستان له انحصاري حالت خپلواک اقتصادي حالت ته نږدې کولی شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی احمد فردوس بهگزین بیا په دې اړه وایي: «هېواد کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول مالي ملاتړ ته اړتیا لري، دا ډول ملاتړ بېلابېل ډولونه او ابعاد لري، خو که بانکونه وکولی شي متشبثینو ته په کوچنیو، منځنیو او لویو برخو کې د پور ورکړې زمینه برابره کړي، دا چاره کولی شي د تشبث او سوداګرۍ ودې په برخه کې اغېزمن رول ولري.»
د ویلو ده، چې اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو ټینګښت په موخه یو لړ اساسي ګامونه کړي، چې پکې د دوه اړخیزو سوداګریزو تړونونو لاسلیک، د رسمي سفرونو زیاتوالی، د ټرانزیټ لپاره د بدیلو لارو موندل او د کورنیو تولیداتو ملاتړ شامل دي. دا هڅې ښیي، چې اسلامي امارت یوه سیمهییزمحوره اقتصادي تګلاره تعقیبوي او هڅه کوي چې له شته فرصتونو د هېواد اقتصادې ودې په پار ګټه پورته کړي.