د قراقستان میلیوني ژمنه او د کانونو استخراج کې پانګونې ته لېوالتیا

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایکو سازمان غونډې به څنډو کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او پانګونې په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال قزاقستان سره د افغانستان د پېیلتیا ارزښت ته په کتو ویلي، چې قزاقستان باید د سوداګرۍ، رېل‌پټلۍ او ټرانزیټ په برخو کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

په دې لیدنه کې د قزاقستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې هېواد به یې د هرات – تورغنډۍ رېل‌پټلۍ پروژه کې ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او همداراز یې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د دې لیدنې په اړه زیاتوي: « د قزاقستان لومړي وزیر زیاته کړه، ژر به په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي. هغه د قزاقستان له لوري د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته هم لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان څخه د میوو واردات زیات او همداراز د قزاقستان له خاورې د افغانستان صادراتو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

بل‌خوا، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ایکو سازمان په سرمشریزه کې، په سیمه کې د افغانستان پر سوداګریز او ټرانزیټي اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد د سیمې نه بېلېدونکې برخه ده او د خپل هېواد په استازیتوب یې له افغانستانه پوره ملاتړ اعلان کړی دی.

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي افغانستان په سیمه کې یو له مهمو اقتصادي هېوادونو بولي او تینګار کوي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د ټولو هېوادونو په ګټه ده. د اقصادي چارو شنونکی امید قاسم‌زی په دې اړه زیاتوي: «که د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې په ګټورره او رغنده توګه پراختیا ومومي، دا چاره کېدای شي په کور د ننه باور زیات کړي. د دې باور زیاتوالی، هم د وارداتو په برخه کې اسانتیاوې برابرولی شي او هم کولی شي په افغانستان کې د پانګونې باور زیات کړي. بالاخره به نور هېوادونه هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ولري.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی محمد طاووس فرزاد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان کولی شي د پېیلتیا او ټرانزیټ مرکز په توګه عمل وکړي، که د کاسا زر، ټاپي یا لپیس لازولي په څېر سترو پروژو ته وګورو، ښکاره خبر ده، چې ډېری دا پروژې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو سره نښلول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د اذربایجان دولت په رسمي بلنه د ایکو سازمان په ۱۷مه غونډه کې یاد هېواد ته تللی، چې د دې سفر په لړ کې یې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په اړه لیدنې کتنې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد