د سوداګرۍ پر وړاندې بل خنډ؛ پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته ویزه لرل لازمي کړل

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی، چې له دې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارۍ چلوونکو لپاره د پاسپورت او ویزې لرل لازمي دي.  دغه وزارت زیاته کړې، چې دا پرېکړه د اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټه عملي شوې ده، خو هغه لارۍ چې د تګ راتګ موقت اسناد لري د اګسټ تر ۳۱مې له سوداګریزو لارو تګ راتګ کولی شي.

د پاکستان سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «هغه بار وړونکې لارۍ چې د تګ راتګ لنډمهاله اسناد لري د روان ۲۰۲۵ کال د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې به له پولو د تېرېدو مشروطه اجازه ولري، خو له دې نېټې وروسته، یوازې هغو موټر چلوونکو ته اجازه ورکول کېږي، چې معتبره ویزه ولري.»

په همدې حال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او ټینګار کوي، چې دواړه لوري باید پر یوه معتبر سند کار وکړي، چې له مخې یې د سوداګرۍ ټول بهیر په قانوني توګه ترسره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی زیاتوي: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده. د دواړو هېوادونو مسوولین باید پر داسې یوه سند کار وکړي، چې قانوني او هېڅ کمی ونه لري او د فساد او ناقانونه کړنو مخه ونیسي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه داسې لیدلوری لري:

د اقتصادي چارو شنونکی امید قاسم‌زی د پاکستان دې پرېکړې په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «هیله‌من یم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره ژر تر ژره اساسي حل‌لارې پیدا شي، څو دا اړیکې په رغنده او باثباته توګه مخه لاړې شي. له دې پرته د اوسني وضعیت دوام، نه یوازې د افغانستان پر سوداګرۍ، بلکې د پاکستان پر سوداګرۍ هم منفي اغېز لرلی شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی محمد یونس ځدراڼ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ښې نه دي. څرنګه چې موږ تاسو ته څرګنده ده، پاکستان تل د افغانستان حاصلاتو او سوداګرۍ په وخت کې پلمې کوي او دا ویزې هم د پاکستان له لوري یوازې پلمه ده، څو د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بار وړونکو لاریو د تګ راتګ لپاره د اسانتیا او نظم په پار، د لنډمهاله تګ راتګ هوکړه لاسلیک شوې وه، چې دا هوکړه د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې عملي شوې وه او اوس مهال لغوه شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد