آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان خصوصي سکتور او د قزاقستان خوراکي توکو ملي قراردادي شرکت ترمنځ سوداګریزه ناسته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور سره، کابل کې ترسره شوه. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې ناسته کې ویلي، چې دغه وزارت هوډ لري د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارد ډالرو ورسوي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، په دې ناسته کې د څه باندې ۱۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د قزاقستان خوراکي توکو ملي قراردادي شرکت او افغانستان خصوصي سکتور ترمنځ هوکړې لاسلیک شوې، چې له مخې به یې له قزاقستانه افغانستان ته نږدې ۶۰۰ زره ټنه خوراکي توکي وارد شي.
آخندزاده عبدالسلام جواد د دې ناستې د جزیاتو په اړه زیاتوي: «د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې کوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارده ډالرو ورسوي او په دې مسیر کې به د سوداګرو او پانګوالو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې قزاقستان سره د اړیکو ټینګښت کولی شي سیمهییزو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی آسانه او د هېواد سوداګري پراختیا ومومي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ باید له حد پورته پر وارداتو تکیه ونه کړو، اړتیا ده، د وارداتو ترڅنګ، داسې سیاست غوره شي چې ځینې د اړتیا وړ توکي په کور د ننه او یا لږ تر لږه د سیمې په کچه تولید او تامین شي، لږ تر لږه باید دومره هڅه وشي، څو د کورنیو تولیداتو ودې او همداراز د افغانستان له بومي توکو ډېره استفاده وشي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی وحید احمد فراهي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ښه ده چې افغانستان یوازې په دا ډول هوکړو بسنه ونه کړي، بلکې په سترو پروژو کې د سیمې هېوادونه شریک کړي. دا ډول تګلاره کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې زمینه برابره او همداراز په لویه کچه پانګونې را جلب کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان دا مهال هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره نوې لارې، د پانګونې جذب او سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.