سوداګرۍ وزارت: تېرو ۱۱ میاشتو کې څه د پاسه زر ټنه ځنغوزي بهر ته صادر شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د روان لمریز کال په یوولسو میاشتو کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت څه د پاسه زر ټنه ځنغوزي له هېواد بهر صادر شوي دي.

ښاغلي جواد آفاق خبري آژانس ته وویل: “د ۱۳۰۳ لمریز کال په یوولسو میاشتو کې یو زر او ۱۰۰ ټنه د افغانستان ځنغوزي د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت اتریش، اردن، متحده عربي اماراتو، انګلیس، امریکا، ایټالیا، آسټرالیا، آلمان، ترکیې او چین ته صادر شوي دي.”

بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې په کور دننه د ځنغوزیو د پروسس او بسته بندۍ کارخونو په فعالېدو سره به، نه یوازې چې د دې مېوې د صادراتو کچه لوړه شي، بلکې ګڼو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: “په هېواد کېد ځنغوزیو لپاره د نویو بازارونو او د پروسس او بسته بندۍ کارخونو جوړول، کولی شي هم د صادراتو کچه لوړه کړي او هم کاري فرصتونه برابر کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، څه د پاسه ۲۵۰۰ ټنه ځنغوزي د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت چین، هندوستان، پاکستان، متحده عربي آمارت او امریکا ته صادر شوي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد